د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر د يوولسمې نېټې په صفر بجه څلوېښتو دقيقو، چين د شي چانګ د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د CZ-۳B ډول د ليږدوونکي توغندي په وسيله د الجزاير د لومړي نمبر مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او ټاکلي مدار ته يې وليږه. دغه راز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د الجزاير ولسمشر بوتيفليقه د دسمبر په يوولسمه نېټه يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې د الجزاير د لومړي نمبر مخابراتي سپوږمکۍ پروژه د چين او الجزاير ترمنځ د ستراتيژيکۍ ملګرتيا مهمه نښه او د فضانوردۍ په برخه کې له عربي هېوادونو سره د چين لومړنۍ بريالۍ بېلګه ده. دا سپوږمکۍ به د الجزاير په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له شپيتمې کليزې سره برابر وي. چين غواړي له الجزاير سره د خپلمنځي اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې هلې ځلې وکړي او د دواړو خواو خلکو ته لا ګټې ورسوي.
بوتيفليقه په خپل پيغام کې ويلي چې د يادې سپوږمکۍ بريالي توغول د فضانوردۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ستر برياليتوب دی او خپلمنځې ټينګه دوستي ښکاره کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |