د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواک د دسمبر په لسمه نېټه د يمن په شمال لوېديځ په هاجا ولايت کې د حوثيانو پر يوې پوځې اډې هوايي بريد وکړ چې له امله يې کابو شل حوثيان ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
يو حوثي وسله وال چې د خپل نوم له ورکولو څخه يې ډډه کړې، خبريال ته وويل، لسګونه توپونه د توغنديو د ګدام په نښه وويشتل شول او د اورلګېدنې سبب وګرځېدل.
حوثيانو د دوه زره او څوارلسم کال په سپتمبر کې د يمن پايتخت ونيوه، د وخت ولسمشر د پناه وړلو لپاره سعودي عربستان ته تللی. د دوه زره او پنځلسم کال په مارچ مياشت کې، د سعودي عربستان په سر ائتلافي ځواک پر حوثيانو پوځي عمليات پېل کړل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |