د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کنفوسيوس پوهيځي دوولسمه دوره ستره غونډه به د دسمبر په دوولسمه او ديارلسمه نېټه د شان شه ولايت د شي أن په ښار کې تر سره شي. د همکاريو نژدې والی، نوښت، پرمختګ او د لا روښانه انساني برخليک لپاره خدمت برابرول د دې سترې غونډې مطلب دی.
د چين د چيني ژبې دفتر چارواکي يوو تيان جي وويل، د چين او د بهرنيو پوهنتونونو مشران به په دې غونډه کې د کنفوسوس پوهنځي د پرمختګ او د انساني سرنوشت د ګډې جوړونې، د ښوونکيو د کاري نتيجو د علمي ادارې، په ښوونې باندې د پانګونې د استعمال، د ښوونيزو سرچينو او د کولتوري پروژو د نوښتونو، د چيني ژبې د ازموينې او سکالرشيپ،د کنفوسوس پوهنځي د بڼې د ټينګېدو، د چين د څېړنې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په ساحه کې د کنفوسوس پوهنځي د ګډون په اړه د نظريو تبادلې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |