د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا پر بنسټيزو تأسيساتو د پانګونو بانک د دسمبر په يوولسمه نېټه اعلان وکړ چې په چين کې د دې بانک لومړۍ پروژه پېل شوه. د بېچينګ ښار د طبيعي ګازو د ليږدولو پايپ لاينونو د جوړولو او ترميمولو کار به له دې پروژې څخه ګټې واخلي، د بېجينګ اسمان به په دې رڼا کې لا شين شي.
د دې بانک مشر وويل، چين د سکرو استعمال د ګام په ګام کمولو ژمنه کړې ده، دا په دې پروژې باندې زموږ لخوا د پانګې اچونې لامل دی.
د اسيا پر بنسټيزو تاأسيساتو د پانګونو بانک د دوه زره او شپاړسم کال په جنورۍ کې په رسمي ډول پرانسيتل شو چې تر اوسه پورې دغه بانک د درې مليارډه او ځلور سوه مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت څه دپاسه شلو پروژو کې پانګونې کړې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |