د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د وزيرانو په کچه د سوداګرۍ نړيوال سازمان يوولسمه غونډه د دسمبر په لسمه نېټه د ارجنټاين په پلازمينه بونس ايرس کې پرانيستل شوه. برخوال به په دغه ۴ ورځنۍ غونډه کې د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم، کرهڼې، د پانګونې د اسان کېدو او الکترونيکي سوداګرۍ په اړه بحثونه وکړي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدير روبرټو ازيويدو، د ارجنټاين پخوانۍ خارجه وزيرې سوسانا ملکورا، د ارجنټاين ولسمشر ماوريسيو ماکري، د برازيل ولسمشر ميچيل ټيمير، د پاراګوای ولسمشر هوراسيو کارتيس او د يوراګوی ولسمشر تاباري وازکويز د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې يې وکړې. ګډون کوونکو د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم ملاتړ څرګند کړ او د غونډې د برياليتوب هيله يې وښودله.
د يادو څلورو هېوادونو ولسمشرانو د بونس ايرس اعلاميه لاسليک کړه چې موخه يې د لا پراخې، برابرې او شفافې سوداګرۍ له لارې د بېوزلۍ له منځه وړل دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |