د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د يو مهم امر په خپرولو سره دې ته اشاره کړې ده چې د وچ اصول پرستي، بيوروکراتيزم، هيدونيزم او شهوت پرستي په شمول د څلورو ناسالمو فکري سبکونو د سمولو او اصلاح په لاره کې ګامونه نه شي درېدلی، د سبکونو پر جوړولو او ابادۍ بايد ټينګار وکړو.
شي جين پينګ د سينهوا اژانس د يوې مقالې په هکله ياد امر ورکړ چې عنوان يې دی (( د وچ اصول پرستي او بيوروکراتيزم د نويو پديدو په وړاندې بايد بيدار واوسو)). هغه دې ته اشاره وکړه چې له دې مقالې څخه څرګنديږي چې د څلورو ناسالمو فکري سبکونو مسايل سرسخت او تکراري دي. د څلورو ناسالمو فکري سبکونو د سمولو په لاره کې ګامونه نه شي درېدلی. بېلا بېلې سيمې او څانګې بايد د څلورو ناسالمو فکري سبکونو پرضد مبارزه کې رښتيني او کلک تدبيرونه ونيسي، د بېلا بېلو کچو مشران بايد د لارښوونې رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |