CRI Online

تېر کال په سومالي کې له ۲۰۰۰ تنو نه زيات ملکيان د شخړو له امله وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 15:16:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بشري حقونو د عالي کميشنرۍ دفتر او له سومالي سره د م م مرستندويه ډلې د دسمبر په لسمه نېټه د يوه ګډ راپور په خپرولو سره وويل، چې د تېر کال له جنورۍ څخه د روان کال د اکتوبر تر څوارلسمې نېټې پورې په سومالي کې د بېلا بېلو شخړو له امله ۲۰۷۸ تنه عام وګړي وژل شوي او نور ۲۵۰۷ تنه ټپيان شوي دي.

د ياد راپور له مخې، د مرګ ژوبلې ۶۰ ٪ برخه د الشباب په نوم د افراطي ډلې پر غاړه ده، د قبايلي مليشا، حکومتي سرتيرو او پوليسو او په سومالي کې د افريقايي ټولنې د ځانګړې ډلې پر غاړه برخې په جلا جلا توګه ۱۳٪، ۱۱٪ او ۴٪ دي، نور ۱۲٪ مرګ ژوبله د نامعلومو وسلوالو له خوا رامنځته شوې.

په دې راپور کې ياد شوي چې د ماشومو او کم عمر سرتيرو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای