د چين نړيولې راډيو د خبر له مخې، د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د امريکا پخواني استازي ربرټ ګالوسي له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د چين وړانديز تر نظر لاندې ونيسي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د دسمبر په ۱۱ مه نېټه وويل، هيله لرو چې بېلا بېلې خواوې د چين وړانديز تر نظر لاندې ونيسي او د ډيالوګ له لارې دغه مسئله حل کړي.
د خبر له مخې، ګالوسي فکر کوي چې که د ډيالوګ له لارې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ دوه اړخيز اعتماد رامنځته شي، ښايي شمالي کوريا به له ذروي وسلو څخه لاس واخلي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |