CRI Online

د چين او د افريقايي هېوادونو ټولنې ترمنځ اووم ستراتيژيک ډيالوګ تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-09 12:46:30


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په اتمه نېټه په بېجينګ کې د افريقايي هېوادونو ټولنې د کميټې له رئيس موسی فاکي سره يو ځای د چين او دغې ټولنې ترمنځ د اووم ستراتيژيک ډيالوګ مشري وکړه. دواړو خواوو د چين او دغې ټولنې د اړيکو په شمول د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړې. وزير وانګ يي وويل، دواړو خواوو موافقه وکړه چې په هره ساحه او کچه کې به د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د دوه اړخيزو اړيکو ستراتيژي، نمونه او مؤثريت پياوړی شي.

د ۲۰۰۸م کال په نومبر مياشت کې د چين او دغې ټولنې ترمنځ د ستراتيژيک ډيالوګ نظام په رسمي توګه په کار پيل وکړ چې پرمټ يې په تېرو څو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزې اړيکې ټينګې شوی، لوړ پوړی تګ راتګ نژدې شوی او همکارۍ ژورې شوې دي. په همدې ورځ دواړو خواوو په خبرو اترو کې د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په بهير کې د ياد نظام د مثبت رول لوړه ستاينه وکړه. وزير وانګ يي وويل،

دواړو خواوو موافقه وکړه چې په هره ساحه، برخه او کچه کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. لومړی به زموږ ترمنځ ستراتيژيکې تبادلې ژورې شي، تر څو د دواړو خواوو ترمنځ متقابل سياسي باور او اعتماد ټينګ شي. دا د چين او دغې ټولنې او حتی د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو مهم سياسي بنسټ دی. موږ غواړو چې د دواړو خواوو د مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو په برخو کې يو د بل ملاتړ وکړو او تفاهم وکړو.

د افريقايي هېوادونو ټولنه پر اروپايې ټولنې سر بېره، دوهم مهم سيمه ييز اتحاد دی او د سياست، اقتصاد او نظامي چارو په اړه د افريقا يوه سياسي ډله ده. عمده دندې يې دا دي چې د افريقا سوله او ثبات ساتي، د اصلاحاتو او د بې وزليتوب د له منځه وړلو ستراتيژي پلې کوي او د افريقا پرمختګ او بيا سمسورتيا تر سره کوي.

په همدې ډيالوګ کې دواړو خواوو د خپلمنځيو همکاريو د ژورتيا په اړه بحث وکړ او په راتلونکي کې د همکاريو پنځه عمده او مهمې ساحې يې وټاکلې. وزير وانګ يي وويل، 

نن ورځ د همکاريو پنځه عمده او مهمې ساحې وټاکل شوې چې د دغې ټولنې د توان د لوړتيا او د افريقا د اساسي تاسيساتو د جوړولو ، د افريقا د سولې او امنيت د ساتلو ، د افريقا د عامې روغتيا او طب او د ناروغۍ د وقايي او علاج ، د سيل او د هوايي چارو په برخو کې به زموږ ترمنځ همکارۍ پياوړې شي. يادې پنځه برخې د افريقا په لويې وچې کې د ټولو همکاريو لوري دی او د چين او دغې ټولنې ترمنځ د راتلونکو همکاريو نوې پاڼه به پرانيزي. په دې مناسبت به د چين او دغې ټولنې ترمنځ د اړيکو ستراتيژي، نمونه او مؤثريت پياوړی شي.

مخکې تردې، زياتو افريقايانو څرګنده کړې چې افريقايي هېوادونه د چين او دغې ټولنې ترمنځ د ستراتيژيک ډيالوګ له نظام څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې دي او کوي يي. په نويو ساحو کې به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ژورې شي. ښاغلي فاکي چې د دغې کميټې د رئيس په حيث د لومړي ځل لپاره چين ته سفر کوي، هيله څرګنده کړه چې له چين سره لا نژدې همکارۍ وکړي. ده وويل، 

د دايمي ستراتيژيکو لايحو په لحاظ، د دواړو خواوو ترمنځ زيات ګډ ټکي شته. دا زموږ ترمنځ د همکاريو لپاره ښه زمينه برابروي. اوسمهال د دغې ټولنې اصلاحات روان دی. په دې مناسبت به دغه ټولنه د افريقا د يووالي، سمسورتيا او سولې ساتلو لپاره زيات تدابير ولري. زه له چين څخه مننه کوم چې په يادو برخو کې راسره مرسته کوي، او د چين او دغې ټولنې ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې ستايم. د چينايي دوستانو تر مرستو لاندې به د افريقا هيلې تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای