CRI Online

شي جین پینګ د سي چوان ولایت له کلیوالو سیمو نه لیدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-13 15:17:11

20180213

د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیټې رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۲ مه نیټه په سي جوان ولایت کې خپل سفر ته دوام ورکړ. د همدې ورځې په سهار شي جین پینګ ینګ شیو علاقه دارۍ ته ولاړ چې د ۲۰۰۸ کال د مې میاشتې په ۱۲ مه نیټه د سختې زلزلې مرکز و، او د دغه ځای د ۱۰ کلن پرمختګ له حالاتو څخه یې لیدنه وکړه. هغه د چنګ دوو ښار د پي دوو سیمې د تانګ چانګ ناحیې له جان چي کلي څخه هم لیدنه وکړه چې د هیواد متمدن کلي په نوم ویاړل شوی، او ویی ویل چې له مناسبې سمسورتیا وروسته باید د کلیو پرمختګ ته دوام ورکړی شي.

شي جین پینګ د ون چوان په سخته زلزله کې مړو شویو عامو وګړو او ژغورونکو کارکوونکو او اتلانو ته د ګلانو ګېدۍ وړاندی کړه.

یاده زلزله چې د وطنوالو د سرو مال سخت زیانونه یې اړولي وو، تقریباً ۱۰ کاله مخکې پېښه شوې وه نو اوس ینګ شیو علاقه داري څنګه ده؟ شي جین پینګ له همدې ځاي څخه لیدنه هم وکړه. هغه د چای یوه دکان ته ولاړ او پخپله یې د سویوو چای جوړ کړ.

---د سویوو چای جوړوې او که نه!

---هو، د سویوو چای جوړول دری فقره ییزه معنی لري: په آسمان او ځمکه نیکمرغه اوسې، د دنیا هر شی په زړه پوری دی او کورنۍ مو سلامته اوسه! عمومي منشی صیب، تاسو زموږ لپاره چای کوئ او د نوي کال نیکې هیلې وړاندی کوئ!

---هو همداسې ده، دا زما د زړه له کومې هیله ده!

رئیس شي جین پينګ یو محلي رستورانت ته هم ولاړ چې د مسافرینو د سفر د خدمت لپاره د ځایي وګړو له خوا اباد شوی دی. هغه پوښتنه وکړه چې کارونه یې څنګه دي؟ د رستورانت خاوندانو ژوند ښه دی که نه؟ نوموړي پخپله یو میچن هم تاو کړ.

---دا میچن دروند دی.

---هو دروند دی. خو د دې په وسیله د لوبیا ښوروا ډیره خوندوره راځي چې د خلکو ډیره خوښیږي.

---لوبیا دې د کوم ځای دي؟

---محلي دي. دلته اوبه هم ډیرې ښې دي. نو د لوبیا ښوروا ډیره خوندوره وي.

---دا د لاسونو او آرمونو د غښتلیتوب لپاره هم ګټوره ده.

له دې وروسته شي جین پینګ جان چي کلي ته هم ولاړ. په ۲۰۱۷ کال کې د دغه کلي عمومي عایدات ۴ ملیونه ۶ لکه ۲۰ زرو یوانو ته او د هر کس په سر عایدات یې ۲۶ زرو یوانو ته رسیدلی وو چې دا شمیرې د هیواد له منځنۍ سویې نه ډیرې لوړې دي.

د پسرلني اختر نږدی کیږي نو دغه کلی له خوشالۍ څخه ډک دی. کلیوالو عمومي منشي ته سلامونه وویل. هغه یوه کورنۍ وکتله چې دوی په همدی وخت کورنی عکس واخیست.

---دا یوه لویه کورنۍ ده چې ډيره نیکمرغه ده.

---تاسو زموږ ستر رهبر یاست.

---مننه. زه د خلکو خدمتګار یم او د خلکو په خدمت کې یم.

نوموړي دا هم وویل:

چین ۱ ملیارد ۳۰۰ ملیونه نفوس لري نو موږ باید پخپله د خواړو مسئله حل کړو. د ښارونو له پرمختګ سره سره سل ګونه ملیونه کلیوال خلک شته. داسې نه شي کېدای چې ښارونه سمسور شي خو کلي وروسته پاتی شي. د کلیو پرمختګ نه یوازی د صنایعو او مالونو معنی لري بلکې له تمدن او کلتور سره هم تړاو لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای