CRI Online

د افغانستان هوايي پوځ په کندهار کې لږ تر لږه ۴۳ وسلوال طلبان ووژل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 10:41:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کندهار ولايت امنيتي چارواکي د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه وويل، په دې ولايت کې په تازه تر سره شوو هوايي بريدونو کې پوځ لږ تر لږه ۴۳ وسلوال طلبان وژلي او ۲۰ نور وسلوال ټپيان شوي دي.

د کندهار ولايت د امنيت قوماندان جنرال عبدال رازق د سينهوا اژانس خبريال ته په دې اړه وويل، چې ياد عمليات د ۱۲مې نېټې له شپې څخه د ۱۳مې نېټې تر سهار پورې تر سره شوي، پکې د افغانستان هوايي پوځ د جنګي الوتکو په وسيله د دې ولايت په شمالي سيمه کې د وسلوالو پر هډې بريدونه وکړل. پخوا يادو وسلوالو د دې ولايت پر امنيتي پوستو بريدونه کول.

رازق همدارنګه وويل، د نوموړي هوايي بريدونو له امله ډېر وسلوال تښتېدلي دي او له امنيتي ځمکني پوځ سره د مخامخ جګړې توان او روحيه يې له لاسه ورکړې ده. په دې هوايي بريدونو کې هم د وسلوالو ډېرې وسلې، کارتوس او موټرونه ويجاړ شوي دي. پکې امنيتي پوځ ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای