CRI Online

په م م کې د چين استازی ما جاو شيو : ډاډه يم چې د چين او م م ترمنځ همکارۍ به لوړ پوړ ته ورسوم

cri     (GMT+08:00) 2018-02-14 15:12:39

د فبرورۍ د ۱۲ مې نېټې په شپه په م م کې د چين پلاوي په نيويارک کې خپل دفتر کې د چين د دوديز پسرلني اختر مېلستيا ترسره کړه. په م م کې د چين نوي استازي ما جاو شيو په مېلمستيا کې باور څرګند کړ چې د چين او م م ترمنځ همکارۍ به لوړ پوړ ته ورسوم. د م م لوړپوړو چارواکو د م م په بېلابېلو چارو کې د چين مثبت رول او لارښوونکی توان وستايه.

په همدې شپه د م م د دوه اويايمې دورې عمومي اسامبلۍ رئيس ميروسلاف لاچک ، د م م د سرمنشي مرستيالې امينا محمد په شمول د م م لوړپوړو چارواکو ، په م م کې د امريکا ، روسيې، بريټانيې او فرانسې په شمول د سلو هېوادونو استازو، په نيويارک کې د چين عمومي کونسلې جانګ چي يو او خبريالانو په شمول ۴۰۰ کسانو په دغه مېلمستيا کې ګډون وکړ. په م م کې د چين استازي ما جاو شيو د خپلې وينا په سر کې مېلمانو ته د چين د پسرلني اختر مبارکي وويله، نوموړي وويل:

((د کرهنيزې جنترۍ له مخې به د چين دوديز پسرلنی اختر ژر راورسيږي، اختر مو مبارک شه! سږکال د چين د سپي کال دی ، د سپي کال د نيکمرغۍ معنا لري. هيله من يم چې محترم مېلمانه د سپي په کال کې روغ او جوړ واوسي!))

ما جاو شيو وويل، ۲۰۱۷ کال د چين او نړۍ لپاره ډېر مهم کال دی.

((۲۰۱۷ کال کې د چين د کمونيست ګوند د نولسمې ملي کانګرس په ترسره کېدو سره په هراړخيزه توګه له چين څخه سوسيالستي او عصري دولت د ابادولو بهير پيل شوی او د چين د راتلونکي دېرش کلن پرمختګ نقشه انځور شوې ده. د دې ترڅنګ چين يوځل بيا ژمنه کړې چې د نړيوالو د نيکمرغۍ لپاره به خپل خدمتونه ترسره کړي. چين به د م م د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد او مسئولانه هېواد په توګه په فعال ډول نړيوالې دندې او مسئوليت بشپړ کړي، په ټينګار سره به د م م صلاحيت او مقام وساتي،له څو اړخيزې غوښتنې او د م م له مثبت رول څخه به ټينګ ملاتړ وکړي، د نړۍ د اداري سيستم د اصلاحولو او جوړولو لپاره به هڅې وکړي ، په پرله پسې توګه به د چين پوهې او پلانونه شريک کړي، د نړيوالې سولې د جوړونکي، د نړيوالې ودې خدمت کوونکي او د نړيوال نظام ساتونکي په توګه به له نړيوالې ټولنې سره يوځای د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي.))

په مېلمستيا کې ګډونوالو په جلاجلا توګه په بېلابېلو برخو کې د چين برياليتوبونه او په نړيوالو چارو کې د چين رول وستايه او له چين څخه يې هيله څرګنده کړه چې د څواړخيزې غوښتنې او د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو لپاره زيات رول ولوبوي.

د م م د دوه اويايمې دورې اسامبلۍ رئيس ميروسلاف لاجکک وويل، م م چين ته اړتيا لري.

(( په م م کې د چين له نوي استازي سره مې وکتل او زموږ هيلې مو ورته څرګندې کړې. م م چين ته اړتيا لري،يو پياوړي، فعال چين ته اړتيا لري. موږ غواړو چې د م م يو پياوړی او اغېزمن سيستم جوړ کړو او دا هدف د بېلابېلو غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري. په دې برخه کې د چين رول ډېر مهم دی، په تېره بيا اوس ځيني هېوادونه خپل نړيوال رول او نړيوالې دندې پرېږدي. چين د څو اړخيزې غوښتنې رښتينی او ټينګ ملاتړ کوونکی دی چې دی ته مونږ د سر په سترګو ګورو .))

د م م د سرمنشي مرستيالې امينا وويل، م م له چين سره لاپراخې همکارۍ ته ستر ګې په لار دی.

((م م او چين په ډېرو برخو کې د همکارۍ فرصتونه لري، مثلا د م م د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا بېلابېلې موخې، يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د م م د څانګو اصلاحات. هيله لرو چې چين په کې ګډون وکړي او لارښوونه وکړي. ډېر خوشحاله يو چې د چين نوی استازی ما جاو شيو د م م د مقر لويې کورنۍ ته راغلی او موږ له هغه نه ډېرې هيلې لرو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای