CRI Online

د افغانستان مشرانو د چين د پسرلني جشن په مناسبت مبارکي څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-15 17:24:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايئه رئيس عبدالله عبدالله په جلا جلا توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په عنوانونو د مبارکۍ پيغامونه ولېږل او د چين د پسرلني جشن په مناسبت يې خپلې نيکې هيلې او مبارکي څرګنده کړه.

نوموړوافغان مشرانو په خپلو پيغامونو کې د چين د پسرلني جشن د رارسيدو په وخت کې د چين دوستو مشرانو او خلکو ته د زړه له کومې مبارکي څرګنده کړه. دوی په خپلو پيغامونو کې د چيني مشرانو د ښه ژوند، پسرلنی جشن په خوشحالۍ تير کړي، چين لا سمسور شي او د چين خلک د ښه او نيکمرغه ژوندلرونکي اوسي. سږ کال د چين د سپي کال دی، د چين د کولتور او دود له مخې سپی د صداقت او دوستۍ نښه ده. باور يې څرګند کړ چې روان کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ د ژورتيا او د همکارۍ د پياوړتيا کال وي. افغانستان د چين له بې غرضه ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي او باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ښه زمينه برابروي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په دې مناسبت د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای