CRI Online

په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال ۱۰ زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې

cri     (GMT+08:00) 2018-02-16 14:35:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانسان کې د م م مرستندويه ګروپ د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه يو رپوټ خپور کړ چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰زره ۴ سوه ۵۳ ولسي وګړي په جګړو، چاودنو او ترهګريزو بريدونو کې مړه او ټپيان شوي دي.

په دې رپوټ کې وويل چې تېر کال د دا ډول پېښو له امله ۳ زره ۴سوه ۳۸ کسان مړه شوي او ۷ زره ۱۵ کسان ټپيان شوي وو. ولسي مرګ ژوبله تر ډېره له ترهګريزو ځانمرګو بريدونو او د چاودېدونکو توکو له چاودلو له امله شوې ده.

د افغانستان لپاره د م م مرستندويه ګروپ مشر تراسيچي ياماموتو په همدې ورځ په خبرې ناسته کې د ولسي وګړو ته پر اوښتي زيان خپله اندېښنه څرګنده کړه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای