د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د برېښنا توليدي تصديو ټولنې د فبرورۍ په شلمه نېټه يو راپور خپور کړ چې د عمومي اقتصاد، د خدمتي چارو او د اوسيدونکو لخوا د برېښنا د کارولو د پرمختګ، د هوا د ککړتيا د مخنيوي، د برېښنا پر ځای د نورو انرژيو د کارولو په شمول د عواملو تر غور او پام لاندې نيولو سره اټکل کېږي چې په ۲۰۱۸م کال کې به په چين کې د برېښنا د کارولو حالات د ۲۰۱۷م کال د حالاتو په شان چټک پرمختګ ومومي چې عمومي اندازه به يې ۵.۵٪ زياته شي.
د دغې ټولنې سرمنشي مرستيال ان هونګ ګوانګ وويل، د اټکل له مخې به په ۲۰۱۸م کال کې د برېښنا د توليد نوی ظرفيت ۱۲۰مليونو کيلوواټو ته ورسېږي چې په دې جمله کې به د سکرو او نفتو نه پرته د نورو انرژيو په وسيله د برېښنا توليدي اندازه ۷۰ مليونو کيلوواټو ته ورسېږي. په دې مناسب به د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې په چين کې د برېښنا د توليد عمومي ظرفيت ۱ مليارډه او ۹ سوه مليونو کيلوواټو ته ورسېږي او د پاکو انرژيو په وسيله د برېښنا توليدي اندازه به ۷۶۰ مليونو کيلوواټو ته ورسېږي چې دغه شمېر به په عمومي اندازه کې ۴۰٪ ونيسي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |