CRI Online

د پسرلني جشن په رخصتۍ کې د دوبنۍ ماڼۍ او تيان تان په شمول د بېجينګ په باغونو کې د سيلانيانو شمېر له يو مليونو تنو څخه زيات شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 10:55:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د نوي کال په څلورمه نېټه د دوبنۍ ماڼۍ او تيان تان په شمول د بېجينګ په باغونو کې له سيلانيزې ډېرې سمسورې ورځې سره برابره وه. په يادو باغونو کې د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په ښکاره توګه لوړ شوی دی. د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ تر ۱۹مې نېټې پورې د بېجينګ په يوولسو باغونو او د باغوانۍ په موزيم کې د سيلانيانو شمېر له يو مليونو تنو څخه زيات شوی دی.

د پسرلني جشن په رخصتۍ کې په يادو باغونو کې د نيکمرغۍ د دعا کولو، د ګلانو نندارتونونو، معبدي بازارونو او د سکې وهلو په شمول رنګارنګ فعاليتونه د سيلانيانو ډېر خوښېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای