CRI Online

د ايران د ولسمشر لومړی مرستيال: د ايران او چين ترمنځ اقتصادي اړيکې به ټينګې شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 14:05:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران اسلامي جمهوريت اژانس د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر لومړي مرستيال اسحاق جهاګيري د دغه هېواد د خارجه وزارت له چارواکو سره په يوه غونډه کې هدايت وکړ چې له چين سره د اقتصادي اړيکو د پراخېدو او ټينګېدو لپاره دې هراړخيز او مؤثر تدبيرونه ونيسي او دايمي پلان دې طرحه کړي.

نوموړي وويل، چين د ايران عمده سوداګريز ملګری دی او له چين سره د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو پياوړتيا د ايران د حکومت په مرکزي تګلارو کې يوه ده. نو اړوندې خواوې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګېدو لپاره ستونزې ليرې کړي او تدبيرونه ونيسي. د دې ترڅنګ اړونده لايحه او لوری دې ټينګ شي.

د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د چين او ايران ترمنځ اقتصادي همکارۍ ګام په ګام ژورې شوې دي. په ۲۰۱۶م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي حجم ۳۱مليارډه او ۲۳۰ مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلی. د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر جون پورې دغه حجم ۱۸ مليارډه او ۷۰مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۰.۸٪ لوړ شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای