CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: د روسيې او د همګټو هېوادونو د اتحاد لسګونه اتباع د سوريې په شخړو کې وژل يا ټپيان شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 10:46:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روسيې او د همګټو هېوادونو د اتحاد لسګونه اتباع د سوريې په شخړو کې وژل يا ټپيان شوي دي.

په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپل رسمي ويبسايټ کې په يوه اعلاميه کې وويل، تر اوسه لا هم په سوريه کې د روسيې اتباع شته. دوی د بېلابېلو هدفونو لپاره په خپله خوښه سوريې ته تللي دي.

په ياه اعلاميه کې ويل شوي، چې څه وخت مخکې په سوريه کې په پېښو شويو شخړو کې د روسيې او د دغه اتحاد لسګونه اتباع وژل يا ټپيان شوي دي. د روسيې تر مرستې لاندې ټپيان د درملنې لپاره ورسيې ته انتقال شوي او په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای