د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ليبيا د ملي يووالي حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد سايالا د فبرورۍ په ۲۰نېټه هيله وښودله چې چيني تصدۍ د هغو پروژو د بيا پيل لپاره ليبيا ته ستنې شي چې د ۲۰۱۱م کال راپدېخوا د شخړو له امله درېدلې دي.
نوموړي په همدې ورځ په ليبيا کې د چين له لنډ مهالي شارژدافير وانګ جي مين سره وکتل چې اوس له طرابلس څخه په کاري ليدنه بوخت دی. ښاغلي وانګ له کتنې نه وروسته په يوه خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه چې د ليبيا حالات به ژر ښه شي. هغه وويل، موږ د ليبيا حالاتو ته په ډېره درنه سترګه ګورو او په مناسب وخت به په ليبيا کې د چين سفارت خپل دايمي او اصلي ځای ته بېرته ستون شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |