CRI Online

په شانګهای کې د ړنګو کسانو لپاره ځانګړي سينماګانې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 21:14:54

د اکتوبر پنڅلسمه ورځ د ړنګو کسانو د نړيوالې ورڅې په توګه ياديږی او په شانګهای کې د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودلو پنځمه کليزه هم ده چې له امله د شانګهای څلويښو زرو ړنګو کسانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې کولی شی د ښار شپاړسو سينماګانو کې فلمونه وګوری .

په شانګهای کې د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودنه د لسو کلونو د کوششونو له لارې معياری او دايمی شوی دی ، په بله ژبه لا نور زيات ړانګ کسان له فلم اوريدو څخه ګټه اخيستی شی .

د تير اکتوبر په ديارلسمه نېټه په ګوه تای سينما کې د چينهای جهيل په غاړه فلم وښودل شو ، غيرمترقه خبره دا ده چې په دې فلم کې عمده رول لوبغاړی تونګ د ړنګو نندارچيانو لپاره د دې فلم هره زړه وړونکې صحنه تعريف کړې ده . د فلم تر ختميدو وروسته حاضرو نندارچيانو په تودو چکچکو له ښاغلي تونګ څخه مننه وکړه . يوې نندارچې چې سون نوميږی ،په شوق سره خبريال ته وويل چې په سوچ کې دا نه ده چې د ناروغۍ له امله د ليدو قوې د له لاسه ورکولو وروسته لا هم فلم اوری.ښاغلي تونګ په تواضع سره وويل چې د فلم تعريفولو بلنې تر منلو وروسته يې يوه لحظه تردد کړه او په دې خپه کې و چې دغه دنده نشوای ښه ترسره کيدای. ددې ازمويښتی عمل د بشپړولو وروسته يې دا حس کړ چې بايد وختی د ړنګو کسانو لپاره خدمت وکړی . ښاغلی تونګ هيله څرګنده کړه چې وروسته به ددوی لپاره د خدمت کولو لا زيات فرصتونه ونيسی.

د ړنګو کسانو لپاره چې د ليدو ځواک يې له لاسه ورکړ شوی ، د فلم ننداره کول ناهيلی فعاليت دی.نن ورڅ د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودنه نهيلی رښتينۍ شي.

وروسته تر هغه وخته پورې چې د شانګهاي ګوه تاي سينا په دوه زره دوولسم کال کې د لومړي ځل لپاره د ړنګو کسانو لپاره فلم وښود ، د ښار په نورو سينماګانو کې هم داسی فلمونه وښودل شول ، اوس د شانګهاي د بېلا بېلو سيمو په اتلسو سينماګانو کې هره مياشت يو ځل فلم ښودل کېږي چې په کال کې د شلو زرو ړنګو کسانو لپاره دوه ځله فلمونه وړاندي کيږي. پرته له دې نه د ښار په يو سلو شپيتو اوسيدونکو ناحيو کې د فلم ښودلو ځايونه ټاکل شوي او وروسته به د ښار په هره لاروکوڅو کې داسی ځايونه وټاکل شي .

د لسو کلونو راپدې خوا د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودلو په چارو کې د پرمختګ څلور پړاوو تير شوي دي . لومړي په څو اوسيدونکو ناحيو کې د ړنګو کسانو لپاره د فلم د محتوياتو په هکله توضيحات برابريدل ، دوهم د فلم د ويډيو کسيت ړنګو کسانو ته امانت ورکول کيده ، درېيم د ړنګو کسانو لپاره څلويښت ځانګړي فلمونه جوړ شوي دي ، څلورم په تجارتي سينماګانو کې په وړيا ډول فلمونه ښودل کېږي.

د څو کلونو راهيسې داوطلبانه توضيح کوونکي له اتو تنو څخه له سلو تنو څخه اوښتي دي او په شپاړسو سينماګانو کې يې د شلو زرو ړنګو کسانو لپاره د فلم توضيح کولودنده ترسره کړې ده او په همدې کال کې دغه موضوع د ښاروالۍ په کلنۍ دنده کې وشميرل شوه .له دوه زره پنځلسم کال څخه د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودلو خدمت څلورم پړاوو ته رسيدلی دی يعنی په اوسيدونکو ناحيو کې داسی فلم وښودل شو. اوسمهال لا زيات داوطلبان په دغه خدمتي چارو کې ګډون کوي . د يادولو وړ ده چې د شانګهاي د ړنګو کسانو لپاره د فلم ښودلو مرکز چې د ښار د معلولينو د استخدام او خدمت د مرکز په ملاتړ جوړ او غښتلی شوی او ددې مرکز غړي چې هم ړانده کسان دي ، د نورو ملګرو لپاره د غوږونو له لارې د فلم اورېدو څخه د ګټه اخيستلو خدمتونه کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای