CRI Online

د چين د نظارت قانون مسوده د سنجش لپاره ملي ولسي کانګرس ته وړاندې شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 16:36:54

د مارچ په ۱۳مه نېټه د فساد پر ضد د مبارزې په اړه د چين لومړی دولتي قانون يعنې د چين د ولسي جمهوريت د نظارت قانون مسوده د سنجش لپاره د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې ته وړاندې شوه. د اساسي قانون د تازه تصويب شوې تعديل نامې له مخې، د نظارت قانون مسوده د چين د څارونکو ادارو د قانوني مقامونو، دندو، د نظارت حقونو او ګامونو او تر څارنې لاندې د شخصيتونو د قانوني حقونو د ساتلو په اړه جدي مقررات ټاکلي او د ملي ولسي کانګرس لخوا د تصويبېدو امکان يې شته. دا به په نوې زمانه کې د فساد پر ضد د چين د مبارزې لپاره قانوني ضمانت برابر کړي.

په تېرو پنځو کلونو کې چين د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د ليدو وړ بریاليتوبونه تر لاسه کړي دي، خو وضعيت يې لا هم سخت دی. د چين د کمونېست ګوند لخوا په پوره او جدي توګه د دغه ګوند د ادارې او د دې ګوند او هېواد د نظارت سيسټم د بشپړېدو د غوښتنو په نسبت، په چين کې د نظارت اوسنی نظام بشپړ نه دی. د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال لي جيان ګوه په همدې ورځ د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ته د يادې مسودې په اړه د تشريحاتو ورکولو په وخت کې وويل

((د نظارت قانون د فساد پر ضد د مبارزې په اړه يو دولتي قانون دی او په هېواد کې د نظارت کارونو په اړه لارښوونکی رول لوبوي. د نظارت قانون جوړول، د هېواد د څارنې نظام د اصلاحاتو د ژورتيا په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړو تطبيق، د هېواد د څارنې نظام د نوښت او بشپړتيا او په قانوني نظريو او طريقو سره د فساد پر ضد د مبارزې لپاره ستر اهميت لري.))

د هېواد د څارنې نظام د اصلاحاتو ژورتيا د عمومي منشي شي جين پينګ په محور د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا ټاکل شوی د سياسي نظام مهمه اصلاح ده. موخه يې د فساد پر ضد د څار ادارو او د عدلي ارګانونو د سرچينو په راغونډولو سره د نظارت کمېټې جوړول دي. دغه کمېټې به د چين د کمونېست ګوند د انضباطانو د څارنې په اړه له بېلا بېلو کچو کمېټو سره يو ځای د ټولو حکومتي کارکوونکو څارنې ترسره کړي.

ښاغلي لي جيان ګوه وويل،

((د چين اتيا سلنه حکومتي کارکوونکي او پنځه نوي سلنه لارښوونکي او مامورين د کمونېست ګوند غړي دي، نو د کمونېست ګوند په دننه کې نظارت او د هېواد له څارنې سره يو اند او يوه خوله دي، نو دغه دواړه کارونه بايد سره يو ځای ترسره شي. ))

د نظارت قانون په مسوده کې دا ميکانيزم هم تاييد شوی چې د نظارت ارګانونه بايد له قضايي ادارو، د څارنوالۍ او د قانون تطبيق له ارګانونو سره همکاري ترسره کړي. د چين د ډسپلين څارنې د مرکزي کميسيون مرستيال يانګ شياو دو په دې اړه وويل

(( د شخصيتونو د نظارت په بهیر کې، که موږ دا پيدا کړو چې ځينو کسانو په ريښتيني توګه جرمونه ترسره کړي، نو موږ به له عدلي ارګانونو څخه د دغو کسانو په وړاندې د دعوا کولو غوښتنه وکړو. د څارنوالۍ ادارې به په دې اړه څارنې او سنجش ترسره کړي، که زموږ غوښتنه له قانوني غوښتنې سره سمون نه خوري، دوی دغه غوښتنه ردولی شي. دا زموږ د کارونو يو ډول څارنه ده. ))

په ياده مسوده کې دا تاييد شوې چې د نظارت کمېټه بايد د اړوندې کچې د ولسي کانګرس لخوا وټاکل شي او د دې کانګرس تر څارنې لاندې به وي. برسيره پر دې، په دې مسوده کې به د فساد پر ضد د مبارزې په هکله د هېواد نظارت د راتلونکې کمېټې د نړيوالې همکارۍ په هکله ځانګړي مقررات هم وټاکل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای