CRI Online

۲۰۱۸ کال د چين د فضايي چارو د ګړندي پرمختګ له کال سره برابر دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 17:13:32

په ۲۰۱۸ کال کې د چين فضايي چارو په ګړندي پرمختګ پيل وکړ، د بې دو درېیم نمبر شبکه جوړوونکی سپوږمکۍ او د چانګ عه څلورم سپوږمکۍ په وار سره فضا ته توغول شوي، د چين د انسان وړونکې هوانوردۍ چارې د فضايي اډې مرحلې ته ننوتلې او سوداګريزې فضايي چارې پوره پيل شوې دي. ويل کېږي چې ۲۰۱۸ کال د چين د فضايي چارو د ګړندي پرمختګ له کال سره برابر دی.

د تېرې فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د چين د شي چانګ په توغوونکي مرکز کې د چانګ جنګ درېیم يي نمبر راکټ د دوو بې دو سپوږمکيو په وړلو سره فضا ته توغول شو. د پلان له مخې، چين به په روان کال کې د بې دو په نوم يو لړ شبکه جوړوونکي سپوږمکۍ وتوغوي چې اتلس سپوږمکۍ به وتوغول شي او د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز اړه لرونکو هېوادونو ته به بنسټيز خدمتونه برابر شي.

د چين د فضايي تکنالوژۍ شرکت د سپوږمکۍ وړونکي راکټ د تخنيکي څېړنيزې ادارې مشر لي هونګ وويل، اټکل کېږي چې سږ کال به د چانګ جنګ په نوم راکټونه ۳۶ توغوونکې دندې ترسره کړي. ده وويل

((پلان لرو چې سږ کال به د چانګ جنګ په نوم راکټونه ۳۶ توغونکې دندې ترسره کړي چې د چين د فضايي چارو په تاريخ کې نوی ريکارډ به جوړ شي. لومړی، دغه شمېر تر ټولو زيات دی. دوهم، سيستماتيکې پروژې يې ډېرې مهمې دي. مثلا د بې دو سپوږمکيو يوه شبکه به جوړه کړي. برسيره پر دې، د چانګ عه څلورم نمبر سپوږمکۍ او نور ځيني مخابراتي سپوږمکۍ هم شته چې د ملي اقتصاد او د علمي تکنالوژۍ د څېړنې او پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.))

تېر کال د چين د تيان جو لومړۍ نمبر فضايي بېړی په برياليتوب سره د الوتنې دنده ترسره کړې، دغه راز د چين د انسان وړونکې هوانوردۍ پروژې د فضايي لابراتور په اړه د الوتنې څلور دندې بشپړې شوې او چين به په ۲۰۱۸ کال کې د فضايي اډې مرحلې ته ننوزي. د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې د دفتر مرستيال يانګ لي وې وويل

((د چين د هوانوردۍ چارو د کارکوونکو په ۲۵ کلونو کوښښونو سره، چين فضا ته د تللو او بيرته ځمکې ته د راتللو، له فضايي بېړۍ څخه د فضايي کارکوونکو د وتلو او د پيوستون تکنالوژۍ خپلې کړې او د فضايي اډې د جوړولو توان لري. سږ کال که څه هم موږ د انسان وړونکې فضايي بېړۍ د توغولو دنده نه لرو، خو د علمي څېړنې دندې او د فضايي اډې د جوړونې لپاره مهم کال دی. ))

سږ کال به د چين د فضايي اډې د ازمويښتي مرکزي کابين له ازمويښتي مرحلې څخه رسمي مرحلې ته ورسېږي او له پلان سره سم به د ۲۰۲۰ کال په شاوخوا وتوغوله شي. د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې عمومي ډيزانير جو جيان پينګ وويل، د نړۍ يوازنۍ فضايي اډه به په ۲۰۲۴ کال کې له خپلې دندې څخه تقاعد شي، او په هغه وخت کې به چين په نړۍ کې فضايي اډه يوازنی لرونکی هېواد وګرځي.

د روان کال د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د ده چينګ لومړی نمبر په نوم د چين لومړی ليرې واټن کنټرولوونکی سپوږمکۍ په بريالي توګه وغوتول شوه چې د چين د سوداګريزو فضايي چارو د پرمختګ لپاره د تلپاتې نښې ارزښت لري. د چين د ملي ولسي کانګرس استازي ګاو هونګ وې وويل، د ټولنيزو سرچينو او تجارتي اصولو په کارولو سره فضايي چارې پرمختګ د هوانوردۍ چارو د پرمختګ يو تمايل ګرځېدلی دی. هغه وويل، ۲۰۱۸ کال ښايي د چين د فضايي چارو د ګړندي پرمختګ په بهير کې د يادولو وړ کال وګرځي. د امريکا او روسيې په نسبت، په همدغه کال کې به چين د فضايي چارو په برخه کې پر دوی پسې د ګرځېدو له مرحلې څخه له دوی سره يو ځای د ځعاستې مرحلې ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای