د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۲مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې تر سره شوې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د بېلابېلو هېوادونوترمنځ په همکاريز سمينار کې په بانکي برخه کې چيني او بهرنيو شخصيتونو د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د پولي همکاريو په هکله بحث وکړ. تر اوسه پورې د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې ډېر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د شانګهای بانک مشر جين يو دا وړاندوينه وکړه چې په راتلونکو ۵ کلونو کې د ياد وړانديز په رڼا کې اړوندې پانګونې او پرمختګونه به نور هم زيات شي او له دې امله به د ژن مين بي د نړيوال کېدو، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پولي چارو او په بانکي برخه کې د پانګونو لپاره ډېرې زياتې بانکي کاري اړتياوې رامنځته شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |