CRI Online

په بېجينګ کې د شي زانګ د کولتوري او تاريخي اثارو نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2018-04-03 19:39:26

د زانګ قوم د چين په شپږپنځوسو قومونو کې يو دی او د شي زانګ په لوړه يعنې د نړۍ په بام کې ميشت دی. په اسماني لارې کې د کلتور او تمدن په نوم د شي زانګ د تاريخي او کولتوري اثارو نندارتون د تېرې فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. له بېجينګ، چونګ چينګ ښارونو او د شي زانګ له خپلواکې سيمې او د هه بۍ او چينګ های له ولايتونو څخه را ليږدول شوي دوه سوه يوويشت تاريخي اثار به د پنځو مياشتو لپاره نندارچيانو ته ايښودل شي چې په دې جمله کې يو سلو پنځه اتيا اثار د شي زانګ د کولتوري سازمانونو يا معبدونو لخوا برابر شوي دي. د پروګرام په دې لړ کې به د دې نندارتون په هکله زموږ د راډيو د خبريال لخوا برابر شوی دا راپور واورئ.

د پلازمينې موزيم مشر هان جان مينګ وويل چې ځيني اثار په دې نندارتون کې د لومړي ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندې شوي دي.

(۱)د شي زانګ لخوا د برابر شويو يو سلو پنځه اتياوو اثارو څخه د نوي سلنې اثار له درېيمې درجې څخه لوړه کچه تاريخي اثار دي چې شپږاتيا يې د دولت لومړۍ درجه لري او ډير ارزښتناک دي. د شي زانګ د لويو معبدونو لخوا برابر شوي تاريخي اثار د لومړي ځل لپاره وګړو ته وړاندې کېږي، نو د ليدو وړ دي.

د نندارتون په سالون کې يو تانکا انځور چې د شي زانګ د داجاو په نوم معبد لخوا برابر شوی، د نندارچيانو ډېر د توجه وړ ګرځيدلی دی چې دغه انځور څلور سوه ديرش سانتی متره جګوالی لري او شپږ سوه کاله مخکې د چين د مينګ سلسلې د يونګ له امپراطور له خوا دا جاو سه معبد ته ورکړل شوې ډالۍ وه او اوس په لومړی ځل نندارچيانو ته ايښودل شوی دی. د شي زانګ موزيم د نندارې کولو چارو څانګې مشر باسانلوبو وويل:

(۲)دغه تانکا انځور يوه داسې د ګلدوزۍ پارچه ده چې د هيواد په مرکزي سيمې کې مروجه ده او موضوع يې په زانګ بوديزم پورې اړه لري. ويل کيږي چې دا انځور د زانګ بوديزم د موضوع او د هيواد د مرکزي سيمې د ګلدوزي هنر ترمنځ د ګډې ښکلا نمونه ده او د تاريخ او کولتور له لحاظه د کولتوري تبادلې او هماهنګۍ يوه غوره نمونه هم ده.

پرته د تانکا انځور نه بوتان او نورې مجسمې هم د نندارچياتو د توجه وړ ګرځيدلې دي، په تيره بيا د تيان جو په نوم عقيق او طلايي نقاب چې د لرغوني تمدن استازيتوب کوي او هم ګڼ شمير نندارچيان راجلبوي. د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د کاروان په هکله يو مشهور انځور چې د بېجينګ د امپراطوری ماڼۍ د موزيم لخوا برابر شوی او د چين د لسو قديمي ارزښتناکو انځورونو څخه شميرل کيږي، يوازې د دوو مياشتو لپاره نندار چېانو ته ايښودل کېږي.

د دې نندارتون په جوړيدو سره نندارچيان کولی شي چې له نژدې د شي زانګ د تاريخ او کولتور عصارې وګوري او د دغه نندارتون د پرانيستلو په ورځ ډير ليدونکي خاص له ليرې ځايونو څخه راغلي دي. ښاغلي هاو سهار وختي د خپل څلور اتيا کلن نيکه په ملګرتيا د پلازمنې موزيم ته ورغی او خبريال ته يې وويل:

(۳)نن موږ په خاص ډول د دې نندارتون د کتلو لپاره راغلو او د خپل نيکه ملتيا کوم ځکه چې هغه ډير زوړ سپين ږيری دی. دا معلومه ده چې شي زانګ په لوړه کې دی او هوا يې ډيره مرطوبه وي، نو که څوک شي زانګ ته ځي، د لوړې فشار ډير سخت دی، موږ ځوانان کولی شو چې د زانګ کولتور د حس کولو لپاره شي زانګ ته لاړ شو، خو زما نيکه چې عمر يې له اتياوو کلونو څخه زيات دی، دا توانا يې نه لري چې شي زانګ ته لاړ شي. اوس دغه نندارتون د زړو کسانو لپاره د شي زانګ، د چينګ های ـ شي زانګ لوړې د پرمختللي تاريخ او کولتور د نژ دې کتلو لپاره ښه زمينه برابروي، نو موږ په خاص ډول خپل نيکه سره دلته راغلو تر څو په ګډه له دغه موزيم ليدنه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای