پخوا د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خودمختارې سيمې په غرنيو ناحيو کې سړکونه کنډ او کپر وو. د څو کلونو راهيسې د ګوند او حکومت تر مرستو لاندې په دغو غرنيو ناحيو کې مارپېچ سړکونه جوړ شوي دي چې له امله يې نه يوازې د کليوالو لپاره د تګ راتګ ښه زمينه برابره شوې، بلکې د سيلانۍ او برېښنايي سوداګرۍ د سمسورتيا په رڼا کې غريبو کليوالو ته ګټې رسول شوې دي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې د ګوانګ شي په کليوالو منطقو کې د سړکونو عمومي اوږدوالی ۹۸۳۰۰ کيلومترو ته رسيدلی چې دغه شمېر د خودمختارې سيمې د سړکونو په عمومي اوږدوالي کې ۷۹.۷۵٪ برخه نيسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |