CRI Online

افغان پوځ د داعش ۳۱ تنه اورپکي وژلي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-17 10:14:39
افغان پوځ د داعش ۳۱ تنه اورپکي وژلي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو ځايي مامور د اپريل په ۱۵مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې افغان پوځ په جوزجان ولايت کې د نظامي عملياتو په ترڅ کې د داعش ۳۱ تنه اورپکي وژلي دي.

د جوزجان ولايت وياند په همدې ورځ وويل، د افغان پوځ په دغو نظامي عملياتو کې هوايي پوځ او د اردو ځانګړو پوځيانو برخه اخيستې، د داعش په وژل شويو اورپکو کې درې تنه ځايي قوماندانان او درې تنه بهرني اورپکي شامل دي. لږ تر لږه ۱۶ اورپکي نور ټپيان شوي. هغه وويل، تر اوسه افغان پوځ په دې سيمه کې د داعش له لاس څخه ۵ کلی بيرته تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د داعش په موخه به نظامي عمليات دوام ولري.

د اړوند خبر له مخې، اوس په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه درې زره اورپکی ميشت دي او تر ډېره د دې هېواد په شمال او ختيځ کې فعال دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای