CRI Online

د نړيوال اقتصاد وړاندوينې رپوټ د چيني اقتصاد د زياتوالي سرعت په اړه خپل نظر ساتلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-18 15:09:23

نړيوال وجهي صندوق د اپريل په ۱۷مه نېته د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې په اړه د د نوې ګڼې رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ۳.۸ سلنې ته رسېدلی چې له تېرو ۷ کلونو راهيسې تر ټولو چټک ګڼل کېږي. په دغه رپوټ کې وړاندوينه شوې چې په سږ او راتلونکی دوو کلونو کې د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ښايي ۳.۹سلنې ته ورسېږي. دغه رقم د روان کال په جنورۍ کې د ياد صندوق له مخکنۍ وړاندوينې سره برابر دی. د دې تر څنګ ښايي چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې د چيني اقتصاد د زياتوالي سرعت په ۶.۶ او ۶.۴ سلنه کې وساتل شي. دغه رپوټ همدارنګه ګواښ کوي چې سوداګريز محدوديت او ور سره د مقابلې تدبيرونه بازاري باور کمزورولای شي تر څو چې د نړيوال اقتصاد پرمختګ له عادي مدار څخه ووځي.

د نړيوال وجهي صندوق سر اقتصادپوه موريس اوبستفېلد په ۱۷مه نېټه د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې په نامه د نوې ګڼې رپوټ د خپرولو په غونډه کې په اوس وخت او يوه لنډه موده کې د نړيوال اقتصاد پرمختيايي تمايل تائيد کړ. د ياد رپوټ په نظر په يورو سيمه، جاپان، چين او امريکا کې د اقتصادي چارو قوي پرمختګ، په تېره بيا د پانګونې او سوداګرۍ چټک زياتوالی د نړيوال اقتصاد بيا پرمختګ پرمخ بيولی او بيايي يې. د دې تر څنګ دغه رپوټ په روان او راتلونکي دوو کلونو کې د چيني اقتصاد د زياتوالي سرعت په اړه خپل مخکنی نظر وساته چې ښايي په جلا جلا توګه ۶.۶ او ۶.۴ سلنې ته ورسېږي. دغه راز په همدغو دوو کلونو کې د امريکايي اقتصاد د زياتوالي سرعت په اړه خپله وړاندوينه ۲.۹ او ۲.۷ سلنې ته لوړه کړې، د ۲۰۱۸ کال لپاره په يورو سيمه کې د اقتصادي زياتوالي سرعت په اړه يې خپله وړاندوينه ۲.۴سلنې ته ټيټه کړې او د ۲۰۱۹ کال لپاره په همدې سيمه کې د اقتصادي زياتوالي د سرعت په اړه د ۲ سلنې وړاندوينه يې ساتلې ده.

ښاغلي اوبستفېلد په وروستيو ورځو کې د عمده اقتصادي ډلو ترمنځ سوداګريزه ترينګلتيا هم ياده کړه. هغه وويل:

( دوهم اواز)

وروستۍ سوداګريزه ترينګلتيا د تېر مارچ په پيل کې د امنيتي لاملونو په پلمه د امريکا لخوا د فولادي او المونيمي توليداتو په مقابل کې د ګمرکي مالياتو اخيستلو له امله پيل شوې ده. دا هم د منفي بيلانس د کمولو په موخه د امريکا او نورو سوداګريزو همکارانو ترمنځ د دوه اړخيزو خبرو اترو سبب شوی دی. خو دغه اقدامات په څواړخيزه او عمومي سوداګري کې د امريکا منفي بيلانس نشي بدلولای. ځکه د منفي بيلانس عمده لاملونه دا دي چې د امريکا عمومي لګښت تل د عمومي عايداتو په پرتله زيات دی.

نړيوال وجهي صندوق حتی دا اټکل کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا د منفي بيلانس عمومي اندازه ښايي ۱۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته زياته شي. خو هغه دا هم وويل چې د خړو پړو سوداګريزو حالاتو په مقابل کې مختلف هېوادونه په څو اړخيزو لارو چارو د سوداګريزې جګړې مخنيوی کولای شي.

( درېيم اواز)

که څه هم په دې اړه د ګواښ لپاره څو ډزې شوې، خو دا لکه يوه جعلي سوداګريزه جګړه ده. زما په اند د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د څو اړخيز بحث ډګر لا تر اوسه موجود وي او مختلف هېوادونه د شخړو د حل له اوسني ميکانيزم څخه په ګټه اخيستلو سره د تضادونو د سختېدو مخنيوی کولای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای