CRI Online

د چين بهرنيو چارو وزارت: د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه، د ازادې او اسانې سوداګرۍ د پياوړتيا مهمه برخه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-04-19 20:03:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ځينو راپورونو کې ويل شوي چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې د ازادې سوداګرۍ مخې ته خنډ جوړ کړی دی، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اپرېل په ۱۹ مه نېټه ياد خبر رد کړ او و يې ويل چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه، د ازادې او اسانې سوداګرۍ د پياوړتيا مهمه برخه ده.

د المان سوداګرۍ ورځپاڼې په وروستيو ورځو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په چين کې ګڼ شمېر سفيرانو د هغه رپوټ ملاتړ کړي چې پکې د يو کمربند او يوې لارې پر غوښتنې انتقاد شوی دی، هوا چون يينګ په دې اړه وويل چې اورپايي ټولنې په دې اړه چين ته وضاحت ورکړی چې دغه رپوټ له حقيقت سره سمون نه لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای