CRI Online

چين : سږ کال به سپوږمۍ ته" چانګ عه ـ 4 " تقويه کوونکې سپوږمکۍ او روبوټ وتوغوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 16:50:00

د اپريل۲۴ مه نېټه به د چين د هوانوردۍ له درېيمې ورځې سره برابره وي او د سږني کال موضوع به يې وي "په ګډه د هوانوردۍ نوې زمانه جوړه کړو ". د چين د هوانوردۍ ملي ادارې خبري وياند لي ګوه پينګ د اپريل په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د هوانوردۍ ورځې په وياړ فعاليت به د هې لونګ جيانګ ولايت په مرکز هاربين ښار کې ترسره شي او د دې ترڅنګ به د چين د هوانوردۍ غونډه او د تجارتي هوانوردۍ نړيوال فورم په شمول يو لړ ۲۰ فعاليتونه هم ترسره شي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې چين به سږکال د " چانګ عه ـ 4 " په نوم تعقيبونکې او ډېټه تقويه کوونکې سپوږمکۍ او معلومات پيدا کوونکی روبوټ وتوغوي.

د چين د هوانوردۍ ملي ادارې خبري وياند لي ګوه پينګ د چين د هوانوردۍ ورځ معرفي کړه او ويې ويل،چې د تېرکال د اپريل له ۲۴ نېټې راهيسې چين پنځه ويشت ځله او په ټوليزه توګه ۵۳ سپوږمکۍ فضا ته استولي او د فضايي ساينس، فضايي تکنالوژۍ او له فضا نه د کار اخيستلو په برخو کې يې يو لړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. همدارنګه لي ګوه پينګ زياته کړه چې سږکال به چين د " چانګ عه ـ 4 " په نوم تعقيبونکې او ډېټه تقويه کوونکې سپوږمکۍ او روبوټ سپوږمۍ ته وتوغوي.

((د سپوږمۍ په اړه د معلومات پيدا کوونکې پروژې په تړاو د چانګ عه – 4 او 5 په نوم دندې په سالمه توګه روانې دي،د" چانګ عه ـ 4 " دنده په ټاکلي وخت د رسمي څېړنې مرحلې ته داخله شوې او سږکال کې به د " چانګ عه ـ 4 " په نوم تعقيبونکې او ډېټه تقويه کوونکې سپوږمکۍ او معلومات پيدا کوونکی روبوټ سپوږمۍ ته واستول شي.))

د اړوندو معلوماتو له مخې، ټاکل شوي چې د" چانګ عه ـ 4 " په نوم فضايي څېړنيزې الې کې به د هالنډ او جرمني په شمول د ځينو هېوادونو ۴ علمي سامانونه ځای پر ځای شي.

د ښاغلي لي ګوه پينګ په وينا اوسمهال په چين کې د هوانوردۍ چارو ډېر پرمختګ کړی دی. د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې له ليرې نه د کنتروليدونکو ملکي سپوږمکيو په وسيله د استول شويو ډېټه ګانو شمېر تر ۱۰ مليونو زيات شوی، د سپوږمکيو تلويزيونونو د کارونکو شمېر له ۷۰ مليونو نه اوښتی او په موټرونو کې د بې دو په نوم د چيني لارښوونکي سيستم د کارونکو ماشينونو شمېر ۴ مليونو ته رسيدلی دی. ښاغلي لي ګوه پينګ پدې اړه وويل:

((اوس په هوايي مدارونو کې د چين د سپوږمکيو شمېر تر ۲۰۰ زيات دی، فضايي معلومات د لويو ډېټه ګانو ، د کلاوډ کمپيوټري(cloud computing) او د توکو انټرنيټ(The internet of things) په شمول له عصري تخنيکونو سره په ګړندی ډول د پيوندېدو په حال کې دي، هرکال د سپوږمکيو د کارولو او نويو ستراتېژيکو چارو په پيمانه کې۲۰ ٪ زياتوالی راځي چې د اقتصادي او ټولنيزې ودې د پياوړتيا لپاره يې مهمه لاره جوړه کړې او د سيمه ييزې همغږۍ ودې او د چين د کليوالو سيمو د احيا ستراتېژۍ تطبيق يې هڅولی دی.))

د دې ترڅنګ د چين د تجارتي هوانوردۍ چارو هم چټک پرمختګ کړی دی. ښاغلي لي ګوه پينګ په دې اړه وويل:

((معلومات مو ترلاسه کړي چې په چين کې د هغو تجارتي شرکتونو او تصديو شمېر کوم چې سپوږمکۍ، راکټونه او داسې نور اړوند سامانونه او تاًسيسات څېړي او توليدوي، له ۳۰ زيات دی. له لېرې نه کتروليدونکې سپوږمکۍ چې د پېژوندې انډول يې ۰.۵ متره دی، تجارتي شوي او چيني او بهرنيو مشتريانو ته يې خدمتونه برابر کړي دي. يو متر د پېژندنې انډول لرونکي سپوږمکۍ لاوړاندې تجارتي شوي دي. دغه راز د وړونکو سپوږمکيو او کوچنيو راکټونو په برخو کې هم يو څه لاسته راوړنې لري.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای