CRI Online

د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان پلټونکي هيئت د سوريې په دوما کې د کيمياوي وسلو د بريد په پلټنې پيل کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-22 16:03:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د اپريل په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه سازمان پلټونکي هيئت په همدې ورځ د سوريې دوما علاقه دارۍ ته رسېدلی او د کيمياوي وسلو د بريد په پلټنې يې پيل کړی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د دغه هيئت کارپوهانو د دوما له يو ځای څخه ليدنه وکړه او د کيمياوي وسلو د بريد په اړه يې ځينې نمونې واخيستلې. دغه سازمان به د حالاتو له ارزولو وروسته راتلونکي تدبيرونه تر غور لاندې ونيسي او امکان شته چې دغه هيئت دوما ته بيا سفر وکړي.

په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې يادې نمونې به د هالنډ په ريجسويجک کې د دغه سازمان د تجربې په مرکز کې وڅيړل شي. دغه سازمان به د يادې څيړنې د نتيجې او د دغه هيئت لخوا د تر لاسه شويو معلوماتو او سندونو پر بنسټ غړيو هېوادونو ته يو راپور وړاندې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای