CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د نوم ليکنې مرکز ته نژدې د چاودنې له امله ۵۷ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 10:30:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اپريل په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د رايه ورکولو لپاره د نوم ليکنې يو مرکز ته نژدې چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۵۷ تنه وژل شوي او۱۱۹ تنه نور ټپيان دي.

ياد وزارت وياند په همدې ورځ خبريال ته وويل چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ ښځې او ۵ ماشومان وژل شوي او ۴۷ تنه ښځې او ۱۶ تنه ماشومان ټپيان دي. له چاودنې وروسته ګڼ شمېر ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

خبريال په افغانستان کې له چين سفارت څخه معالومات تر لاسه کړل چې تر اوسه پورې په دې چاودنه کې د چينايانو د مرګ ژوبلې په اړه هيڅ خبر نه دی ورکړل شوی.

داعش د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده. د افغانستان اجرايه مشر عبدالله عبد الله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ ياده چاودنه سخته وغندله.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای