د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۲۲مه نېټه د ليبيا سمندري پوځ د سبراتا ښار ته نږدې سمندر کې د ۱۱ ناقانونه مهاجرينو جسدونه موندلي او ۸۳ تنه نور يې ژغورلي دي.
د سمندري پوځ وياند ايوب قاسيم خبريال ته وويل، يوه ربړي بېړۍ چې پکې ۹۴ تنه کډوال سپاره وو، د سبراتا ښار شمالي خوا ته په ۸ کيلومترو ليرې سمندري سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله پاتې وه. وروسته د سمندري پوليسو ګرځنډوي ډلې د بېړۍ او کډوالو د ژغورنې کارونه پيل کړل. ښايي ۱۱ تنه سمندري غاړې ته د لامبو وهلو په ترڅ کې مړه شوي وي، ټول ژغورل شوي ناقانونه مهاجرين له افريقا څخه راغلي او اوس دوی د زاوياح ښار د کډوالو پنډغالي ته ليږل شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |