CRI Online

د ډيجيتلي چين د ابادۍ په هکله د لوموۍ دورې سرمشريزه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 16:19:33

د ډيجيتالي چين د ابادۍ په هکله د لومړۍ دورې سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د چين په فو جو ښار کې پرانيستل شوه.د ډيجيتالي چين د ابادۍ د يو مهم ډګر په توګه په دې غونډه کې په ډيجيتلي اقتصاد کې د ډېرو لويو تصديو مشران راغونډ شوي او په دې وروستيو کلونو کې د ډيجيتلي اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د چين لاسته راوړنې يې وښودې.په دې سرمشريزه غونډه کې اړونده نوې تګلاره او د نويو تخنيکونو کارونه په هم خپره شوه.دغه غونډه چې عمده موضوع يې د معلوماتي کېدو له لارې د عصري کېدو بهير پرمخبيول او د ډيجيتلي چين د ابادۍ چټکتيا وه،د چين د معلوماتي کېدو د پرمختګ لپاره د تګلارو خپرولو ډګر او د الکترونيکي اداري چارو او د ډيجيتلي اقتصادي پرمختګ لپاره د لاسته راوړنو د ښودلو فرصت برابروي.

د همدې ورځې په سهار د دې سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال مسئول لين نيان جن وويل چې ډيجيتالي اقتصاد يوه نوې اقتصادي بڼه ده او د کاري وسيلو د ډيجيتلي کېدو او د توليدي سرچينو د شريکولو د پرمخبيولو او د علمي او تخنيکي انقلاب او د بېلا بېلو چارو د اصلاحاتو د لارښوونې لپاره يو ډول کليدي ځواک ګرځېدلی دی.

هغه وويل چې د ډيجيتالي اقتصاد پرمختګ د بېلا بېلو ټولنو ګډه نظريه ده.په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د ډيجيتلي کېدو له لارې د خلکو ژوند ښه کړی او د خلکو نيکمرغي يې زياته کړې ده.هغه وويل (اواز........) په دې وروستيو کلونو کې مو د خلکو او تصديو ستونزو او موجودو مسئلو ته ډېره پاملرنه کړې او د معلوماتو شريکولو پروړاندې پرتې ستونزې او خنډونه مو لېری کړي او د معلوماتو او شمېرونو د شريکولوچټکتيا مو موندلې او د اداري چارو د ځيرکتيا او د معلوماتي کېدو له لارې خلکو ته د ګټې رسولو لپاره مو هلې ځلې کړې دي.له څو کلونو راهيسې د معلوماتو د نه شريکولو مسئلې د حل وفصل په برخه کې مو رښتينې پرمختګ موندلی دی ،معلوماتي شبکې مو په هر اړخيزه توګه نژدې کړې دي او په مهمو ساحو کې مو د معلوماتو شريکولو مهمې او ښې پايلې هم تر لاسه کړې دي.

په دې غونډه کې د ۲۰۱۷ کال لپاره د ډيجيتالي چين د ابادۍ او پرمختګ په هکله راپور خپور شو چې له مخې يې د چين د کمونېست ګوند د ۱۸ م ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې چين د معلوماتي ساينس او تخنيکونو په برخو کې تاريخي لاسته راوړنې تر لاسه کړې د بېلګي په توګه د مقدار مخابراتو او د لوړ کاري توان لرونکو کمپيوټرونو په استازيتوب کليدي تخنيکونو يې مهم پرمختګونه موندلي دي.د يو لړ سترو پروژو د پلي کېدو له امله د چين د ډيجيتالي اقتصادي پيمانې په نړۍ کې دوهم مقام نيولی چې په پايله کې د خلکو د نيکمرغۍ احساسات پياوړي شوي دي.

د دې راپور له مخې تېر کال په چين کې ډيجيتالي اقتصادي پيمانه ۲۷۲۰۰ مليارډه يوانو ته رسيدلې چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې شل اعشاريه درې زيات شوی چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې ۳۲ اعشاريه ۹ برخه يې نيولې ده.

د چين د صنايعو او د معلوماتي کېدو مرستيال وزير چن جاو شونګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړه (اواز......) چين به د cloud computing او کنترولېدونکي سيستم په شمول د بنسټيز سافټوير او هاردويرد څېړنيزو ستونزو د حل توان پياوړې کړي او د مخابراتي تخيکونو غوره برخو په اړه به پرمختګ و کړي ،د کليدي تخنيکونو نوښت ته به لارښوونه ورکړي او د لويو شمېرو ،متحده برېښنايي لار او د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ به چټک کړي تر څو په نړۍ کې سيالۍ توان لرونکې چارې ابادې شي او لارښوونکې تصدۍ جوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای