د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د انسان وړونکي فضايي چارو دفتر مرستيال مدير يانګ لي وی د اپرېل په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۱۸ کال د چين د فضايي ورځې د لمانځنې په فعاليت کې د ګډون په وخت کې اعلان وکړ چې د چين د فضايي مرکز د پروژۍ دندې له غوښتنې سره سم به په ۲۰۱۸ کال کې په ابتدايي توګه د درېيمې ډلې کيهانوردانو د انتخابولو کارونه تر سره شي چې په کې به د محافظتي پيلوټان،د الوتنې انجنيران او اړوند کارپوهان شامل وي. ياد کيهانوردان به نه يوازې اوسنيو هوايي پيلوټانو څخه غوره کېږي، بلکې د فضايي پروژو د تخنيکونو له څېړنيزو کسانو څخه به هم انتخاب شي، لکه له اړوندو صنعتي څانګو او د ساينس څېړنيز انسټيټوټونو او پوهنتونونو څخه به وټآکل شي. په شرايطو برابر ، نارينه او ښځينه کيهانوردان به دواړه غوره شي.
يانګ لي وی وويل چې د اټکل له مخې به د درېيمې ډلې په ابتدايي لېست کې ۱۷ يا ۱۸ تنه کيهانوردان انتخاب شي او تر روزنې وروسته به دوی د چينايي فضايي مرکز د الوتنې په ماموريت کې برخه واخلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |