CRI Online

د امريکا په ټينيسي ايالت کې د ډزو پېښه شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 15:29:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په مرکزي ټينيسي ايالت کې د اپرېل په ۲۲ مه نېټه د ډزو پېښه وشوه چې له امله يې ۴ تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي. پوليسو د بريدګر د نيولو امر کړی دی.

د مالوماتو له مخې، بريدګر په لومړي سر کې له هوټل څخه بهر دوه کسان په ډزو وژلي او بيا هوټل ته ننوتلی دی او هلته يې دوه کسان په ډزو وژلي او درې نورې يې ټپيان کړي دي.

پوليس وايي چې بريدګر ۲۹ کلن ټراويس رېنکينګ نوميږي او د ده د نيولو هڅه روانه ده. د مالوماتو له مخې، ياد بريدګر د ۲۰۱۷ کال په جولای کې په ناقانونه توګه سپينې ماڼې ته د ننوتلو په وخت د پوليسو له لوري نيول شوی و.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای