د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل د ۲۲مې نېټې په شپه د اتمې دورې د بېجينګ د فلمونو نړيوال فستيوال د پای مراسم د بېجينګ د يان شي هو په مرکزي نندارتون کې ترسره شول.
دغه فستيوال د څه باندې ۵۰ هېوادونو او سيمو د ۳۰۰ فلمي ادارو ۱۵ زره مېلمانه راجلب کړي وو او د ۷۱ هېوادونو او سيمو ۶۵۹ فلمونو د دې فستيوال د تيان تان په نوم د جايزې د ګټلو په سياليو کې برخه درلوده. په پای کې ۱۳ بهرنيو او ۲ کورنيو فلمونو دغه جايزه تر لاسه کړه. د سور سمندر عمليات په نوم چيني فلم د غوره ليد اغېزې جايزه تر لاسه کړه، د ګرم دوبي په نوم د ايراني فلم ښځينه لوبغاړې مينه سعادتي د فرعي رول غوره جايزه تر لاسه کړه. د ډارونکې مور په نوم فلم د ښځينه لارښوونکي رول غوره جايزه او د غوره فلم جايزه تر لاسه کړې (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |