CRI Online

وانګ يي: د چين او پاکستان ترمنځ دوستانه اړيکې به لا ټينګې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 15:44:20
وانګ يي: د چين او پاکستان ترمنځ دوستانه اړيکې به لا ټينګې شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۳مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل پاکستاني سيال خواجه اصيف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو ګډ نظر څرګند کړ چې په هر حالت کې د چین او پاکستان ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د دواړو هېوادونو ارزښتناکه شتمني ده، دواړه هېوادونه به په راتلونکی کې له يو بل سره د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به خپلمنځي همکارۍ او همغږي لا نږدې کړي، د نوي ډول نړيوالو اړيکو جوړونه به وهڅوي او د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي.

وانګ يي وويل، دواړو خواوو د سوداګرۍ او امنيت په برخو کې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه او دا يې تاييده کړه چې دوی به په ګډه نړيوال سوداګريز سيسټم وساتي او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې به خپلمنځي همکاري او همغږي پياوړې کړي. چين د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان کوښښونه منلي او غواړي په دې برخه کې له پاکستان څخه فعال ملاتړ وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای