CRI Online

شي جين پينګ د اقتصادي حالاتو او کارونو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د يوې غونډې مشري وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 16:49:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو د اپريل په ۲۳مه نېټه د يوې غونډې په جوړولو سره د اوسنيو اقتصادي حالاتو او کارونو څيړنه وکړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.

دغه غونډه په دې نظر ده چې د سږ کال د پيل راپدېخوا د کورنيو او بهرنيو پيچليو حالاتو په وړاندې بېلا بېلو سيمو او څانګو د ګوند د مرکزي کمېسيون د حکم له مخې پر ثابتو کاري اصولو ټينګار کړی او د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د غوښتنې سره سم او بازار ته د توليداتو د برابرولو اصلاحاتو پر بنسټ يې جدي کارونه کړي دي، نو د چين اقتصاد په سالم او ثابت ډول پرمختګ موندلی دی. که څه هم د چين د اقتصاد په نوبتي توګه د ښه والي په حال کې دی، خو د اقتصاد د پر له پسې ښه والي په وړاندې چوکاټي او ژورې مسئلې لا هم موجودې دي. نو اړوندې خواوې بايد د سختو او لويو ګواښونو ا و خطرونو د مخنيوي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د ککړتيا د کمولو په دريو برخو کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي. د دې ترڅنګ نړيوال اقتصادي او سياسي حالات لا هم پيچلي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای