CRI Online

چين به په سږ کال کې د سوداګرۍ او پانګونې په څو مهمو پروژو لاس پورې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 16:58:35

د چين د نړيوالې سوداګرۍ پرمخبيوونکې کمېټې يو چارواکي د اپريل په ۱۸مه نېټه معلومات ورکړل چې چين به په سږ کال کې ځان ته د سلو هېوادونو د لس زرو توليداتو د واردولو او په چين کې د پانګونې عملياتو په نامه د سوداګرۍ او پانګونې په څو مهمو پروژو لاس پورې کړي څو چې خپل واردات پراخ کړي او خپل هېواد ته لا زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

څو ورځې مخکې د بو او اسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د وارداتو د زياتولو څو تدبيرونه وړاندې کړي دي. له دې مخکې د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان هم دې ته اشاره کړې چې چين به يو قوي اقتصادي او سوداګريز هېواد د ګرځولو په موخه ۳ ګامونه پورته کړي او تر ۲۰۲۰ کال مخکې د يو لوی اقتصادي او سوداګريز هېواد په توګه به خپل ځای ټينګ کړي. د اپريل په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې خبريال دې ته پام کړی چې د وارداتو د زياتولو څو عملونه به د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمخبيوونکې کمېټې لخوا د روان کال عمده کارونه وګرځي. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمخبيوونکې کمېټې د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې څانګې مشر ښاغلي فنګ ياو شيانګ څرګنده کړه چې ياده کمېټه به د سوداګريزې برابرې د موندلو په موخه چين ته د سلو هېوادونو د لس زره بهرنيو توليداتو د واردولو په نامه عمليات تر سره کړي. د دغو عملياتو موخه دا ده چې په راتلونکو ۳ کلونو کې د سلو هېوادونو او سيمو څه دپاسه لس زرو وارداتي توکي معرفي شي، په تېره بيا پرمختللي تخنيکي تجهيزات، کلي ټوټې او غوره مصرفوونکي توليدات. ښاغلي فنګ ياو شيانګ په دې اړه وويل:

( لومړی اواز)

موږ به په ۲۰۱۸ کال کې په شن جن ښار کې د سوداګريزې نښې د معرفي کولو اوونيز فعاليت، په کون شان کې د واردتي توکو معاملوي غونډې او په جه جيانګ ولايت کې د وارداتي توليداتو نندارتون په شمول له يو لړ فرصتونو څخه په ګټه اخيستلو سره خپلې تګلارې معرفي کړو او د يو لړ غوره او نامتو توليداتو او سوداګريزو نښو د تبليغولو فعاليتونه به تر سره کړو.

د معلوماتو له مخې، د چين د سوداګرۍ پرمخبيوونکې کمېټه به د نړيوالو انترنيټي سوداګريزو تصديو او اړوندو ارګانونو يو معلوماتي زيرمتون جوړ کړي څو چې د يادو تصديو لخوا د لا زياتو بهرنيو توليداتو له واردولو څخه ملاتړ وکړي.

برسېره پر دې، ياده کمېټه به هم په روان کال کې په چين کې د پانګونې عمليات تر سره کړي چې په چين کې بهرنيو پانګه اچونکو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي. ښاغلي فنګ ياو شيانګ څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

زموږ کمېټه به په ۲۰۱۸ کال کې د اړوندو هېوادونو سفارتونو، په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سوداګريزو ټولنو او اړوندو تصديو ته بلنه ورکړي چې د هېواد په زياتو ځايونو کې د پانګونې راجلبولو په يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړي. موږ به د توليد، نويو تخنيکونو، د انرژۍ سپما او عصري خدمتي چارو په شمول څو برخو کې همکاريزې پروژې پرمخ بوزو.

چين به د روان کال په دسمبر کې په شانګهای ښار کې د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون تر سره کړي. د ښاغلي فنګ ياو شيانګ په قول، د چين د سوداګرۍ پرمخبيوونکې کمېټه به له اړوندو څانګو سره مثبته همغږي وکړي او د پانګونې د راجلبولو په شمول څو برخو کې به خپل خدمتونه برابر کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای