CRI Online

د هند بحر شپږم سمندري پوځي فورم د ايران په پلازمينه تهران کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 18:30:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هند بحر شپږم سمندري پوځي فورم د اپريل په ۲۳مه نېټه د ايران په پلازمينه تهران کې پرانيستل شو او د ۳۵ هېوادونو د سمندري پوځونو استازو پکې ګډون کړی. د ايران د اردو لوی درستيز محمد حسين باغري په دغه فورم کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

د ايران د اسلامي اژانس د خبر له مخې، باغري په دغه فورم کې وويل، چې امريکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تېره بيا په ختيځې اسيا کې د اخ و ډب په جوړولو بوخت دی. څو ورځې مخکې پر سوريې باندې د امريکا او ملګرو لخوا يې هوايي بريد ناقانونه و. امريکا د سعودي عربستان په شمول د دې سيمې پر ځينو هېوادونو باندې وسلې پلورلې او پلوري يې چې دا د دې سيمې د خړپړتيا سبب ګرځي او د وسلو د سيالۍ لپاره زمينه برابروي. ايران به هيڅکله امريکا او ملګرو ته يې سر ټيټ نه کړي.

نوموړي وويل، چې د هند بحر پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ د دې سيمې د امنيت د ساتلو لپاره ګټورې دي، نو ايران او د ايران سمندري پوځ غواړي د دې سيمې له بېلا بېلو هېوادونو سره ښې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای