CRI Online

شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا په غونډه کې د ګډون کوونکو هيئتونو له مشرانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 21:05:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۳مه نېټه د بېجينګ په ولسي لوی تالار کې په ګډه توګه د روسيې، هند، قزاقستان، قرغيزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان له وزيرانو، د شانګهای د همکارۍ سازمان له سرمنشي رشيد اليموف او د دغه سازمان د ترهګرۍ پرضد د سيمه ييز ارګان د اجرايوي کميتې له مدير يوګيني سيسويف سره وکتل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د غوره ډيپلوماتيک لوري په توګه د دغه سازمان د پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي. لومړی، موږ بايد په نويو اوضاعو کې خپل اصلي زړه نه هيروو او د شانګهای روحيې د خپرولو لپاره دې کوښښ وکړو. دوهم، د دغه سازمان د غړيو شمېر د زياتېدو لپاره دې پټ قوت پياوړی کړو. درېيم، د هراړخيزو همکاريو د ژورتيا لپاره دې هڅې وکړو. چين غواړي له نورو غړيو هېوادونو سره يو ځای يو د بل سياسي ملاتړ وکړي او د دغه سازمان د هوښيارو لايحو د پلې کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره د همغږۍ سويه او عملي توان لوړ شي، د اقتصاد د پرمختګ لپاره د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکارۍ ژورې شي، ګام په ګام د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو نظام ترتيب شي او بشري او کولتوري تګ راتګ پياوړی شي.

شي جين پينګ وويل، يوه مياشت وروسته به د دغه سازمان د غړيو هېوادونو مشران د چين په چينګ داو ښار کې راغونډ شي. باور لرو چې د مختلفو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې به د دغه سازمان د چينګ داو سرمشريزه غونډه بريالۍ شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای