CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چين د بشري حقوقو پر حالاتو نيوکه وکړه او د چين د بهرنيو چارو وزارت ځواب ورکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-04-23 21:10:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې د ۲۰۱۷م کال لپاره د مختلفو هېوادونو د بشري حقوقو راپور خپور کړ او په دغه راپور کې يو ځل بيا د چين د بشري حقوقو پر حالاتو يې نيوکه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۲۳مه نېټه په دې اړه وويل، چې امريکا غواړي له دې لارې چارې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او د چين په پرمختګ کې خنډونه واچوي، دغه ناوړه عمل کې به هيڅکله بريالۍ نه شي.

نوموړي وويل، چې امريکا کال په کال دغه راپور خپروي او په دې وسيله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. د نړيوالې ټولنې زياتره هېوادونه له دې څخه بېزاره کېږي. په سږني راپور کې د چين په اړه معلومات د رښتياوو سپکاوی کول دي او له ناسمو نظريو څخه ډک دی. موږ په دې مناسبت د امريکا پر دغه راپور سخت احتجاج کړی دی او په ښکاره توګه مو امريکا ته ويلي چې دغه ډول کړه وړه ناوړه دي او هيڅکله به بريالۍ نه شي.

لو کانګ وويل، د چين حکومت د بشري حقوقو ساتلو او پياوړتيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د نوي چين له جوړېدو راهيسې، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو په څلوېښتو کلونو کې د چين د بشري حقوقو چارو تاريخي پرمختګ موندلی دی. چينايان په دې اړه د وينا حق لري. موږ له دې سره موافقه کوو چې مختلف هېوادونه د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ د بشري حقوقو په اړه خبرې اترې وکړي، تر څو يو د بل څخه تجربې زده کړي او ګډ پرمختګ ومومي. په عين وخت کې د چين په شمول د نړيوالې ټولنې زياتره هيوادونه له دې سره مخالفت کوي چې د بشري حقوقو مسئله سياسي کېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای