CRI Online

د ځوانانو له ورځې نه مخکې رئيس شي جين پينګ له ځوانانو څخه د حال واحوال پوښتنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 17:07:47

د مې په څلورمه نېټه د ځوانانو ورځې او د بېجينګ پوهنتون د جوړېدو د ۱۲۰ مې کاليزې د رارسېدو پر مهال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ له دې پوهنتون څخه ليدنه وکړه. رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د بېجينګ پوهنتون له ټولو ښوونکو او محصلينو،له دې پوهنتون څخه له فارغ شويو محصلينو، بېلا بېلو قومي ځوانانو او ځوان کارکوونکو څخه د حال واحوال پوښتنې وکړې . هغه په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې ځوانان بايد د چين ملت د بيا سمسورتيا لپاره عمده ځواک وګرځي او دولتي او قومي دندې دې پر غاړه ولري. پوهنتونونه بايد د سوسياليستي ټولنو جوړونکو او ميراث اخيستونکو د روزلو په موخه د بنسټيزو دندو له غوښتنې سره سم پر سياسي لوري ټينګار وکړي ، د لوړ کيفيت لرونکو ښوونکو د روزلو لپاره دې هڅې وکړي ،د متخصصينو د روزلو لپاره دې لوړه سويه لرونکی سيستم جوړ کړي او په نړۍ کې دې د چين خصوصيت لرونکی غوره پوهنتون اباد کړي .

(اواز..........) د می د دوهمې نيټې په غرمه رئيس شي جين پينګ د ياد پوهنتون د اينګ جي په نوم د تبادلې مرکز له ودانۍ څخه ووت او د ده راتګ د محصلينو تود هر کلي سره مخ شو.محصلينو په وار سره له رئيس شي جين پينګ سره د لاس روغبړ وکړ او د دې ترڅنګ يې د يووالي او د چين د سمسورتيا په اړه نارې ووهلې.

دا شپږم ځل و چې رئيس شي جينګ پينګ له دغه پوهنتون څخه ليدنه کتنه وکړه. د می څلورمې نيټې له غورځنګ څخه وطن پالونکې،پرمختيايي،ديموکراتيکه او علمي او ساينسي روحيه واخيستل شوه او له دې امله په چين کې نوی ديموکراتيک انقلاب پيل شو، په چين کې د مارکسيزم مفکوره خپره شوه او په اخر کې د چين کمونېست ګوند جوړ شو.د نوي کلتوري غورځنګ او د ياد غورځنګ د پيل ځای په توګه د بېجينګ پوهنتون د دې تاريخ شاهدي ور کوي.

د همدې ورځې په سهار رئيس شي جين پينګ تر هر څه لومړی د دې پوهنتون د لين هو شوان په نوم ودانۍ ته ورغی او په نوې زمانه کې د بېجينګ پوهنتون د وروستو پنځه کلنو لاسته راوړنو تر عنوان لاندې يې نندارتون وکتلو او د متخصصينو په شمول ځينو برخو کې د دې پوهنتونو د لاسته راوړنو په باب يې معلومات تر لاسه کړل.رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې د هېواد پرمختګ د پوهنتونونو له پرمختګ سره نژدې اړيکې لري . د چين حکومت بايد د هېواد په پرمختيايي بهير کې د لوړې کچې زده کړې او په نړۍ کې د چين خصوصيت لرونکي غوره پوهنتون د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

د بېجينګ پوهنتون په چين کې هغه ځای دی چې ډېر مخکې يې د مارکسيزم مفکوره خپره کړې او پرې څېړنې شوې دي .روان کال د مارکس د زيږېدو له ۲۰۰مې کاليزې سره برابر دی او د کمونېست ګوند د اعلاميې د خپرولو ۱۷۰ مه کاليزه هم ده. د دې پوهنتون د مارکسيزم په اړه د سندونو په نړيوال مرکز کې رئيس شي جين پينګ له کورنيو او بهرنيو محصلينو سره د نظريو تبادله وکړه.

د بېجينګ پوهنتون د اينګ جي په نوم د تبادلې په مرکز کې رئيس شي جين پينګ وويل (اواز............)ډېر ځوانان نه يوازې د خوب پيدا کوونکي دي بلکې خوب رښتيا کوونکي هم دي.د خوب پيدا کول شوق او جزياتو ته اړتيا لري او د خوب رښتيا کول زيار ايستلو ته اړتيا لري.ځوانان بايد د زيار ايستلو او کوښښونو په ترڅ کې خپل شوق تر سره کړي او د خوب رښتيا کولو او د چين ملت د بيا سمسورتيا لپاره دې خپل خدمتونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای