CRI Online

د یو کمربند او یوې لارې د سیلانیزو ښارونو سرمشریزه غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-29 09:40:24
د یو کمربند او یوې لارې د سیلانیزو ښارونو سرمشریزه غونډه جوړه شوه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د یو کمربند او یوې لارې د سیلانیزو ښارونو د مشرانو سرمشریزه غونډه د روانې میاشتې په ۲۸ مه نیټه په جنګ جو کې جوړه شوه چې د ۲۸ هیوادونو د ۹۵ ښارونو مشرانو، د نړیوالو سیلانیزو شرکتونو څه دپاسه ۶۰ استازیو او د چین د ۳۹ سیلانیزو ښارونو مشرانو یا مرستیالانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

د اړوندو معلوماتو له مخې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې سیلانیز کاروبار په نړیوال بازار کې ۷۰ سلنه برخه نیسي. اټکل کیږي چې د ۱۳ پنځه کلن پلان په موده کې به چین د یادو سیمو ۸۵ ملیونه کسان راجلب کړي، ۱۱۰ ملیارډه ډالره لګښتونه به وکړي او په عین وخت کې به چین دغو سیمو ته ګڼ شمیر سیلانیان هم برابر کړي.

د خبر له مخې یاده سرمشریزه غونډه د چین په جنګ جو کې د نړیوالو سیلانیزو ښارونو د مشرانو د فورم یوه مهمه برخه ده چې د کلتور او سیلاني وزارت، د م م دسیلاني نړیوال سازمان او د هه نان ولایت له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای