CRI Online

تبصره: د چين انتقامي تدبيرونه لا چټک، لا قوي او لا دقيق دي. چين ټينګ هوډ لري چې له امريکا سره د خپلو سوداګريزو ګټو په ساتونګې جګړه کې برياليتوب تر لاسه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-16 15:44:40

د جون په ۱۵مه نېټه د امريکا حکومت له چين سره د تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه په سرغړونې سره د پنځوس مليارډو ډالرو په ارزښت د مالياتو د زياتوالي په اړه د چيني توليداتو لېست خپور کړ چې د مالياتو انډول به نور ۲۵٪ زيات شي. دغه عمل د چين او چينايانو حقه حقوقو ته سخت زيانونه رسوي. ورپسې چين د اړوندو قوانينو له مخې يوه اعلاميه خپره کړه چې د شاوخوا پنځوس مليارډو ډالرو په ارزښت د امريکا د ۶۵۹ ډولونو پر توليداتو باندې نور ۲۵٪ ماليات ولګوي.

يو شان اندازه او يو شان قوت! چين به خامخا خپلې خبرې عملي کړي او په لا چټک، لا قوي او لا دقيق ډول به انتقامي تدبيرونه ونيسي. له دې څخه د خپل هېواد او خلکو د ګټو د ساتلو او د اقتصاد د نړيوال کېدو او څو اړخيز سوداګريز نظام د ساتلو په اړه د چين ټينګ هوډ او اراده څرګندېږي.

چين د سولې او همکارۍ د غوښتونکي هېواد په توګه نه غواړي سوداګريزه جګړه وکړي، خو چين له سوداګريزې جګړې څخه نه بيرېږي. څرنګه چې د امريکا عمل د چين عادي سوداګريو او د نړۍ د څواړخيز سوداګريز نظام ته زيان رسوي، نو چين ورسره مجادله کوي او د يو قيمت په بدل کې د چينايانو دايمي ګټې او د نړۍ عادي سوداګريز نظام ساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای