CRI Online

داعش د افغانستان په ختيځ کې د تازه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-17 15:54:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، داعش د جون د ۱۶مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی د هغه موټر بم بريد کړی چې د همدې ورځې په ماسپښين د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار ته نژدې په غازي امان الله خان ښارګوټي کې پېښ شو.

د همدې ورځې په ماسپښين د کوچنۍ اختر په موده کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د لمانځنې لپاره ځينې کسان په ياد ځای کې راټول شوي وو او په هغه وخت کې د موټر بم يوه سخته چاودنه وشوه. د دغه ولايت وياند د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې دا يو ځان وژونکی بريد و او تر اوسه پورې پکې لږ تر لږ ۲۶ تنه مړه شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي. په مړه شويو کسانو کې طالب وسله وال او افغان امنيتي ساتونکي هم شامل دي.

داعش په همدې ورخ د اعماق نيوز اژانس له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای