CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د فلمي اوونۍ فعاليت د چين او بهر ترمنځ د کلتوري تبادلې نوې لاره پرانيستلې

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 19:23:02
د يو کمربند او يوې لارې د فلمي اوونۍ فعاليت د چين او بهر ترمنځ د کلتوري تبادلې نوې لاره پرانيستلې

د ۲۱مې دورې د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال اوس په شانګهای ښار کې روان دی، په دې فېستيوال کې يوه نوې برخه ټاکل شوې چې نوم يې دی د يو کمربند او يوې لارې فلمي اوونۍ، او موخه يې د فلمي کلتور په اړه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د تبادلو زياتول دي. موږ غواړو د فلمي چارو په برخه کې ډېر زيات بهرنيان راجلب کړو چې د فلمي کلتور او فلمي چارو د ژورې تبادلې لپاره د يو همکاريز ډګر د جوړولو په اړه په ګډه بحثونه وکړو.

د جون د ۱۸مې نېټې په ماسپښين، د يو کمربند او يوې لارې د فلمي کلتور فورم ترسره شو، د رومانيا، ماليزيا، هند او مصر په شمول له ځينو هېوادونو څخه راغلو شخصيتونو په دې فورم کې ګډون وکړ، دوی د يو کمربند او يوې لارې د فلمي فېستيوال د اتحاد پر ارزښت او اهميت او د سيمه ييزې همکارۍ او د کلتوري تبادلې پر شونتيا بحثونه وکړل. په دې فورم کې د رومانيا د ترنسلوانيا د نړيوال فلمي فېستيوال رئيس تودور ګيورګيو وويل، رومانيا به يو نوی قانون خپور کړي چې له مخې به يې د فلم د جوړونکو بهرنيو ډلو په وړاندې ماليات کم شي. هغه باور څرګند کړ چې دا به د ډېرو بهرنيو ډلو لپاره جلبونکی وي. ده وويل

(( د رومانيا حکومت څو ورځې مخکې د فلم جوړونکو بهرنيو ډلو پر وړاندې د مالياتو د کمولو په اړه يو قانون تصويب کړ چې له مخې به يې په رومانيا کې د دغو ډلو لګښت ۳۵ سلنه کم شي. دغه قانون ښايي په راتلونکې مياشت کې خپور شي. تېر کال د امريکا او هند ځيني فلمونه په رومانيا کې جوړ شول، تر اوسه هلته د چين فلم نه دی جوړ شوی. اوس ډېر فلمونه په ګډه د طرحه کېدو په حال کې دي، هيله لرم چې زموږ د هېواد ځانګړې منظرې همکارانو ته معرفي کړو، لکه زموږ غرونه او سمندر، فکر کوم دغه رنګ منظرې د چيني فلم جوړونکو لپاره جلبونکې دي. ))

د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال په لومړي ځل په ۱۹۹۳ کال کې جوړ شو چې تر اوسه ۲۵ کاله تاريخ لري. د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز دغه فلمي فېستيوال ته نوي محتويات ورکړل. ۲۰۱۷ کال کې د دې فلمي فېستيوال په موده کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه یو لړ فعاليتونه ترسره شول او د هنګري، يونان او فليپين په شمول د ۱۳ هېوادونو د فلمي فېستيوالونو او فلمي ارګانونو استازيو پکې ګډون کړی و او په ګډه يې د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د فلمي چارو په برخه کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. سږ کال د يو کمربند او يوې لارې د فلمي اوونۍ په موده کې، د شانګهای نړيوال فلمي فېستيوال د بلغارستان، مصر، يونان او هند په شمول د ۲۹ هېوادونو له ۳۱ فلمي ادارو سره د يو کمربند او يوې لارې د فلمي فېستيوال اتحاد جوړ کړی دی.

د دې اتحاد همکاريز محتويات دا دي چې د فلمونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د هنر او کلتور خپرېدا او تبادلې پياوړې شي، د نورو هېوادونو په فلمي فېستيوالونو کې د بېلا بېلو هېوادونو د فلمونو ښودل وهڅول شي او داسې نور.

د دې اتحاد د يوې غړې په توګه، د ماليزيا د نړيوال فېستيوال بنسټ ايښودونکې او مشرې جونيګوح وويل، د ياد اتحاد جوړول ستر اهميت لري. هغې وويل

((زما په اند، د يو کمربند او يوې لارې د فلمي فېستيوال اتحاد يو ډېر ښه ميکانيزم دی. د ماليزيا فلمونه دلته راړولی شم. په دغه اتحاد کې له بېلا بېلو هېوادونو سره د نظريو تبادلې کولای شمه، نو فکر کوم دا يو ښه لاس رسی دی. هيله لرم چې چين به د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې همکارۍ ته دوام ورکړي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای