CRI Online

موږ له پانډاګانو سره مينه لرو

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 10:39:29

په چين کې پانډاګان د سولې استازي او هم د دوستۍ سمبول بلل کيږي چې د نړيوالو د ډېرې خوښې وړ دي.په دې وروستيو کلونو کې د چين او بهرنيو هېوادونو په همکارۍ د څېړنيز ميکانيزم له لارې د چين پانډاګان يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته ليږدول شوي او په بهر کې يې ژوند کړی چې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د دوستۍ د پل په توګه ياديږي.


د عکس پاسنۍ برخې کيڼ لور ته لومړی عکس: د فرانسې د سېنټ اېګنان ښار په بيوال ژوبڼ کې د پانډاګانو روزونکی استريا برناسکوني د کار په ترڅ کې.د عکس پاسنۍ برخې ښي لور ته لومړی عکس :د ماليزيا کولالمپور ته نږدې د دې هېواد په ملي ژوبڼ کې د پانډا له بچيانو سره د کارکوونکي اوپل ګډ انځور. د عکس لاندينۍبرخې کيڼ لور ته لومړی عکس: د مکسيکو په پلازمينه مکسيکو ښار کې چاپولټيپيک ژوبڼ کې کارکوونکی ايلياس د پانډاګانو لپاره خوراکي توکي چمتو کوي. د عکس لاندينۍ برخې ښي لور ته لومړی عکس: د هسپانيا د مادريد په ژوبڼ کې دوه کارکوونکې سيلانيانو ته د پانډاګانو په اړه معلومات ورکوي


د عکس کيڼ لور ته لومړی عکس :د مکسيکو په پلازمينه مکسيکو ښار کې چاپولټيپيک ژوبڼ کې کارکوونکی ايلياس د پانډاګانو لپاره د لوبو سامان الات چمتو کوي. منځنی انځور: د ماليزيا کولالمپور ته نږدې د دې هېواد په ملي ژوبڼ کې کارکوونکی اوپل پانډا مينځي. ښي لور ته انځور : د فرانسې د سېنټ اېګنان ښار په بيوال ژوبڼ کې د پانډاګانو روزونکی استريا برناسکوني د پانډاګانو استوګنځی جارو کوي.


د ماليزيا کولالمپور ته نږدې د دې هېواد په ملي ژوبڼ کې کارکوونکی اوپل ماشومانو ته د پنډا بچيان معرفي کوي.


د فرانسې د سېنټ اېګنان ښار په بيوال ژوبڼ کې د پانډاګانو روزونکی استريا برناسکوني د هوان هوان په نوم د پانډا غاښونه ګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای