CRI Online

سوداګريزه ترهګري امريکا نه شي ژغورلی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-20 14:29:19
سوداګريزه ترهګري امريکا نه شي ژغورلی

د ډونالډ ټرمپ حکومت د جون په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو په ګمرکي ماليات لس سلنه نور هم لوړ کړي چې د امريکا د پوهنې ملکيت حقونو او تخنيکونو د اخيستلو په مقابل کې د چين له غيرعادلانه کړنو څخه انتقام واخلي. تر دې مخکې امريکا د ۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د لوړوالي لېست خپور کړی و.

د چين د سوداګرۍ وزارت په ځواب کې د امريکا پر دغه عمل سخته نيوکه وکړه چې پر چين يې ډېر فشارونه اچولي او ګواښونه يې کړي دي. امريکا څو ځلې له دوه اړخيزو مواقفو څخه سرغړونې کړي او د نړيوالې ټولنې د ډېرې نااميدۍ سبب ګرځېدلې دي. که امريکا پر چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د لوړوالي بل لېست خپور کړي، چين به مجبوراً ورته ځوابي تدبيرونه ونيسي.

له يادو ۵۰ مليارډو او ۲۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت چيني توليداتو نه پرته، امريکا يو ځل بيا ګواښ کړی چې که چين پر امريکايي توليداتو ګمرکي ماليات لوړ کړي، امريکا به د ۲۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت پر نورو چيني توليداتو ګمرکي ماليات لوړ کړي. دغه راز د امريکا له ګواښونو سره سره د چيني توليداتو عمومي ارزښت ۴۵۰ مليارډو ډالرو ته رسېدلی. د چين د ګمرکي ادارې د شمېرنې له مخې، ۲۰۱۷ کال کې امريکا ته د چين د صادراتو عمومي ارزښت ۴۲۹.۸ مليارډه ډالره و. نو که د امريکا لېستونه عملي شي، نو دغه به دا معنا ولري چې د امريکا بازار به د ټولو چيني توليداتو په وړاندې دروازه بنده کړي، نو دا به د ليونتوب مرحله وي.

نړيوالې ټولنې د امريکا دغه عملونه ښه پېژندلي او وايي چې د امريکا موخه نه يوازې سوداګريزه برابري ده، بلکې غواړي د ګمرکي مالياتو په وسيله د سياست، اقتصاد، پوځي چارو، ساينس او تکنالوژۍ په برخو کې د خپلې بادارۍ مقام وساتي. امريکا د دې موخې د عملي کولو لپاره حتی له ګردې نړۍ سره مقابله کوي. خو دغه رنګ عمل د امريکا اوسنۍ مسئله نه شي حلولی او نه هم کمزورې کېدوونکې امريکا ژغورلی شي.

د نړيوالو موضوعاتو په اړه مشهور کارپوه فرانسيس فوکوياما وويل چې د امريکا سياسي نظام موثره اغېزه نه لري، د ګټو لرونکو ډلو د وينا کولو حقونه يې تر حده زيات دي او د زياترو وګړيو ګټې او ارادې يې نه دي ساتل شوي. د مورګن شرکت عمومي اجراييوي مشر جامي ديمون هم دې ته اشاره وکړه چې په دې وروستيو کلونو کې د امريکا د اقتصادي پرمختګ سرعت له ورو کېدو څخه ښکاريږې چې ځيني کارونه سم نه دي او دا د امريکا د شا تګ سبب دی. د ډېرو څېړوونکو په اند، که څه هم د امريکا اقتصاد په لنډ وخت کې ښه والی موندلی، خو د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي پرمختګ سرعت د ورو کېدو تمايل يې نه دی بدل شوی. که د امريکا سياستوال د امريکا د اقتصادي جوړښت ستونزه نه شي حلولی، نو د ۲۰۰۸ کال د پولي بحران له امله د پانګونو بيو د لوړوالي او د عايداتو توپير د زياتوالي په شمول پټ خطرونه به رامنځته شي.

يوه خوا سوداګريزه ترهګري امريکا نه شي ژغورلی، بله خوا د اقتصاد نړيوال کېدو بهير، څواړخيز سوداګريز نظام او د نړۍ صنعتي ځنځير ته سخت زيانونه رسوي. نو چين په سر کې دا رويه څرګنده کړې چې د خپل هېواد او خلکو د ګټو او د اقتصاد د نړېوال کېدو بهير او څواړخيز سوداګريز نظام د ساتلو لپاره به کلک تدبيرونه ونيسي. د امريکا لخوا په دغه سوداګريزه جګړه کې چين د ده لومړی کلک سيال دی. که چين ګذشت وکړي، نو ور پسې ښايي د امريکا ټول سوداګريز همکاران زيانونه وخوړي. د خوشحالۍ وړ خبر دا دی چې زياتو هېوادونو د امريکا سوداګريزه همکارۍ پېژندلې. د جاپان لومړي وزير شينزو ابي هم ويلي چې د امريکا عملونه د تفاهم او منلو وړ نه دي. اوس د امريکا د ليونو کړو وړو وړاندې، نړيواله ټولنه بايد سره يو ځای شي او ور سره مقابلې وکړي څو په دغه سوداګريزه او ترهګريزه جګړه کې بريالۍ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای