د خپلواکو هېوادونو د ټولنې د چارو، په بهر کې د ميشتو روسانو او نړيوالې کلتوري همکارۍ په اړه د روسيې د ادارې مشرې يليونورا ميتروانوا د جون په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې د روسي کلتور په مرکز کې يوه خبري ناسته کې وويل،چې له چين سره د روسيې د کلتوري همکارۍ پراختيا د دغه هېواد لپاره ډېره مهمه ده او دا د روسيې د نړيوالې کلتوري همکارۍ په پرمختګ کې هم لومړيتوب لري.
نوموړې په دغې خبري ناسته کې لومړی په روان کال کې له چين سره د يادې ادارې د علمي او کلتوري اړيکو، د روسي ژبې د مروجولو،د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ او ځايي همکارۍ په شمول زياتو برخو کې لاسته راوړنې معرفي کړې. دې وويل، ۲۰۱۸ کال او ۲۰۱۹ کال د چين او روسيې ترمنځ د ځايي همکارۍ او تبادلې کالونه دي، روسيه به د دغه فرصت په کارولو سره د دواړو هېوادونو د ولايتونو او ښارونو ترمنځ دوستانه اړيکې او همکارۍ وهڅوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |